افغانستان

د ځمکو غصب په مخنيوي ټينګار وشو

د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمېسیون لوړپوړي پلاوی د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر او د دې کمېسیون د رییس شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ځمکو د غصب اړوند دوسیو د بررسۍ په منظور بلخ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له مسولینو سره لیدنه کړې.په دغه سفر کې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو سرپرست وزیر مولوي عطا الله عمري، د چارو ادارې لوی رییس شیخ مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د یاد کمېسیون په شمول د نورو ادارو ګڼ شمېر مسولینو یې ملتیا کوله.لیدنه کې د یاد کمېسیون رییس د بلخ ولایت له مسولینو سره غونډه کړې او د عدليې سرپرست وزیر په کې د دې موضوع په تړاو خبرې کړې. ورته مهال نوموړي بلخ ته د دغه هیئت د سفر موخه بیان کړې او په ولایتونو کې له تخنیکي هیئت او له مرکزي کمېسیون سره د ځمکو غصب د مخنیوي په برخه کې د سیمه ییزو ادارو په همکاري ټینګار کړی.د عدليې سرپرست وزیر له بیت المال څخه د ساتنې په ټینګار ویلي، چې ټولې ادارې په دې برخه کې مسولیت لري او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب مخنیوي برخه کې د تخنیکي هیئت مسولیت تر ټولو زیات دی.د بلخ ولایت مسولینو د ځمکو غصب په مخنیوي ټینګار کړی او د دې ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون پلاوي د بلخ له مسولینو سره له لیدنې وروسته په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې بررسي کړې او دې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې سپارښتني کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *