ادب

د ځوان رومي ډاکتر او نورالدین زنګي کیسه!

حامد افغان

رومي ځوان امیر نور الدین زنګي رحمه الله * ته ورغی، اسلام یې قبول کړ او له امیر نه یې وغوښتل چې زه غواړم همدلته له مسلمانانو سره واوسم، نور الدین ورته وویل: ته څه مهارت لرې؟ ځوان ورته وویل: زه د جراحي برخه کې طبیب یعني ډاکټر یم ، نور الدین زنګي ورته وویل: ته کولی شې زموږ سره زموږ د ټپي پوځیانو برخه کې کار وکړې؟ ځوان ورته وویل: په الله مې قسم چې د همدې لپاره خو زه راغلی یم، که په دې توګه مې الله تعالی ګناهونه او د کفارو پوځیانو د علاج کولو ګناه راته وبښي، نور الدین زنګي ورته وویل: زویه! په توبه او اسلام منلو سره دا ټول ګناهونه بښل کیږي.
بیا نور الدین زنګي ورته وویل: ته به درمل او د علاج وسایل ترکومه راوړې؟ هغه ورته وویل: صیب دا یوازې د روم هیواد کې پیدا کیږي، نور الدین ورته وویل: په الله قسم که دا خبره ومنم چې خپلو ټپیانو ته به د دښمن له هیواده درمل راوړم، نو رومي ځوان ته یې وویل: زموږ د پوځ یوه ډله ځوانان په ساده جامو کې درسره بوځه او له روم هیواد نه د درملو بوټي راوړه چې موږ هماغه رقم بوټي دلته برابر کړو، ځوان له خپلو ملګرو سره ولاړ، څه وخت وروسته یې هغه څه راوړل چې نور الدین زنګي ورته ښوولی وو.
نور الدین زنګي هغه ته د ضرورت په اندازه سره زر او ځمکه ورکړه، څو کسان یې هم ورکړل او ورته ویې ویل چې د ضرورت وړ د درملو ټول بوټي وکره او وپاله او چې کله تیار شي بیا یې موږ ته راوړه. داراز نورالدین هغه ته د هغه د خپل شخصي لګښت لپاره هم ځمکه ورکړه.
څه وخت وروسته ځوان او د هغه ملګري ټیم هغه طبي بوټي تیار کړل، نور الدین زنګي هغه ته بل ځای ورکړ چې هغه هلته د درمل جوړولو ځای برابر کړي، داراز هغه ته یې یوه ډله ځوانان هم ورکړل چې هغه د درمل جوړولو طریقې وروښیی او داراز طبي زده کړې ورکړي، چې بیا د مسلمانانو بل چا ته ضرورت پیدا نه شي او مسلمانان د طب په برخه کې خپل خلک ولري.
څه موده وروسته ځوان رومي ډاکټر نور الدین زنګي ته ورغی او ورته ویې ویل: عالي قدر مشره! ما ځوانانو ته طبي زده کړې ورکړې، اوس په دې برخه کې ماته زیاته اړتیا نسته، نو ما ته اجازه راکړه چې د مسلمانانو لښکر تر څنګ د کفارو پر خلاف جګړه وکړم، ځکه ما ته د الله تعالی لاره کې شهـ.ـادتـ خوند راکوي. نور الدین زنګي ورته وویل: خپل وصیت دې ولیکه او پخپله حلاله روزي وسله درته واخله او د الله تعالی لاره کې ووځه.
ځوان رومي ډاکټر په ډېرو جګړو کې د نور الدین زنګي په قومنده کې د مسلمانانو د لښکرو تر څنګ د کفارو پر خلاف سخت وجنګیدی، بل وخت نور الدین زنګي له یوې معرکې وروسته هغه د شهیدانو منځ کې وموند! په غېږ کې یې ونیو او ډېر زیات یې پرې وژړل، وروسته یې د هغه په جیب کې د هغه په لاس لیکلی وصیت پیدا کړ چې د هغه وصیت یوه برخه کې داسې لیکلي و:
زما محترم مشره! زه پوه شوم چې تا زما نه کوم کارونه غوښتل او ما ترسره کړل؛ ستا موخه دا وه چې باید مومن پخپل کور پوره یي او د دې جوګه یي چې خپل ضرورتونه پخپله پوره کولی شي، ستا ارموخه دا وه چې مسلمانان به تر هغه وخته پخپلو پښو ونه دریږي تر څو پخپلو لاسونو ځانونو ته خواړه برابر نه کړي او داراز مسلمانان به تر هغه پخپلو پښو ونه دریږي تر څو د خپل ضرورت درمل او خپلې وسلې پخپلو لاسونو ځانونو ته جوړې او تیارې نه کړي.
الله دې تا ته د خیر بدله درکړي او الله مې دې جنت کې ستا ملګرتیا په نصیب کړي. البدایة والنهایة لابن کثیر
– نور الدین زنګي رحمه الله د اسلامي تاریخ پیاوړی، صالح او راشد واکمن تېر شوی، ان تر دې چې ځینې مؤرخینو شپږم راشد خلیفه بللی! رحمه الله تعالی او کمنټ کې څه خامخا ولیکئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *