مقالی اوتبصرې

د څو قطبي نړۍ په وده کې د جي شل رول

د G20 (شل ډلې) رامنځته کېدلو نېټه ۱۹۹۹ ز کال ته ورګرځي چې همدغه مهال يې د وزيرانو په کچه لومړۍ غونډې جوړې کړې، د ۲۰۰۸ ز کال راهيسې د هېوادونو د مشرانو کلنۍ غونډې هم جوړوي. دغه غونډې په منظمه توګه د سوداګرۍ، روغتیا، اقلیم او نورو مسائلو په اړه د نړیوالې پالیسۍ د همږغۍ په موخه دي.
شل ډله د شلو سترو صنعتي هېوادونو یو کلب دی چې د نړیوالو اقتصادي او سیاسي موضوع‌ګانو په اړه خبرې اترې کوي. خو جي شل ډله په لومړیو کې د اقتصادي موضوع‌ګانو لپاره راغوښتل کېده چې وروسته سياسي مسائل هم اجنډاء ته ورګډ شول، چې ښه بېلګه يې د اندونيزا د بالي ټاپو د ۲۰۲۲ کال غونډه وه. د بالي د غونډي په نهايي اعلاميه کې پر اوکراين د روسيې يرغل غندلو ته ځای ورکړل شوی وو خو د نوي ډيلي د غونډي په نهایي اعلاميه کې هماغه ډول کوم څه نه ليدل کېږي. حتی تر دې چې د هند په سرمشريزه کې د زلنسکي ګډون ته اجازه ورنه کړل شوه.
پورته ذکر شوي دواړه نېټې (۱۹۹۹، ۲۰۰۸) مهمي دي ځکه په يادو کلونو کې د نړۍ په کچه مالي او اقتصادي بحرانونه رامنځته شول چې ډېر یا لږ يې ټوله نړۍ اغېزمنه کړه خو لوی اغېز او ځپنه يې مخ پر وده او وروسته پاتې هېوادونو ــ سويلي نړۍ ــ ته متوجه وه.
هغه بنسټيزه ستونزه چې له پخوا مطرح شوې، تر نن ورځې پورې نه ده حل شوې د بین المللي مقرراتو تدوين او مدیریت په برخو او په بین المللي اقتصادي بنسټونو کې د نړۍ د غیر غربي هیوادونو کم حضور دی په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو.
په سياسي کچه دوه لوی غيرې غربي هېوادونه، روسيه او چين،چې د م.م سازمان د امنیت شورا دوه دايمي غړي دي، د ويټو امتياز دوی ته دا فرصت ورکړی څو د هغه مسودو مخه ډب کړي چې د دوی په نفع نه وي یا مازي د ډله ييز غرب په ګټه وي.
په عمومي توګه د م.م سازمان په عمومي اسامبله کې بیا تساوي والی شتون لري ځکه هر هېواد د یوې رای حق لري خو په بین المللي مالي بنسټونو کې وضعیت تر ډېره بریده متفاوت دی.
د پیسو په بین المللي صندوق او یو شمېر نورو جوړښتونو کې هم مساوات نه ترسترګو کېږي ځکه هلته د یوه هېواد او یوې رأیې اصول شتون نه لري، د هر هېواد د رأیو شمېر د هغه په اقتصادي ځواک پورې تړلی دی. نو ویلی شو دا لوېدیځ هېوادونه دي چې د يادو بنسټونو په پراختیا او تصمیم نیونه کې پرېکنده او مسلط نفوذ لري.
په دې ډول د پراختیا په برخه کې نابرابري په دوامداره او ظالمانه توګه سره تقويه شوې ده. دا کار د یو لړ مالي، اقتصادي او پانګونې طرزالعملونو په واسطه شوی چې دا چاره د مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونو ډېری استازو او سياستوالو له لوري نوی استعمار بلل شوی.
سربېره پردې، له ډله ييز غرب پرته د نړۍ ډېری هېوادونه د پيسو بین المللي صندوق(IMF)او نورو جوړښتونو څخه پورونه ترلاسه کوي او د دوی لوی مالي مقررات چې تر ډېره بریده په دې هېوادونو کې په جدي توګه د عمومي ناخوښۍ لامل او ځینې وختونه د پور تر لاسه کوونکو هېوادونو د صنعت او پانګونې پالیسۍ د پراختیا خنډ بلل کېږي.
له ډېرو جهتونو د پورونو د بوج پایلي او د پيسو د بین المللي صندوق سخت اصول د دې لامل شوي چې مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونه په ځانګړې توګه د ۱۹۹۷-۱۹۹۹ ز کالونو په موده کې د نړیوال مالي بحرانونو اصلي قرباني شي.
د جي ووه(G7) غړي د پيسو د بین المللي صندوق لوی غښتلي اقتصادونه جوړوي. د دغه سياسي او اقتصادي فورم هېوادونه ادعا کوي چې دوی د پلوراليزم، ليبرال ډيموکراسۍ او استازي حکومتونو ارزښتونو ته ژمن دي.
د دغه چوکاټ دننه دوی کولی شي خپلې پالیسۍ همږغي کړي، پر يو شمېر مسائلو هوکړه وکړي او بیا په نړیواله کچه د یو ډول متحد جبهې په توګه عمل وکړي.جي اووه ډله په مخ پر ودې او وروسته پاتې نړۍ کې دقیقاً د نابرابرۍ او د لوېدیځ هیوادونو د دریځ د پیاوړتیا سمبول ګڼل کېږي.
په دغه ډول شرایطو کې جي شل لومړی د وزيرانو او وروسته د هېوادونو د مشرانو په کچه غونډې پيل کړې. په ياد جوړښت کې د نړۍ لوی اقتصادي طاقتونه شتون لري خو د نوي ډيلي په غونډه کې يې تر منځ پاشلتيا ډېره وه. د جي شل له راڅرګندېدو سره سره په بین المللي مالي بنسټونو کې د پرمختللو او مخ پر وده هېوادونو ترمنځ نا انډولي پر خپل ځای پاتې ده.
د ډېرو له انده په جي شل کې جي اووه داسي ګڼل کېږي لکه جي اووه جمع(G7+)، حتی د جي شل رامنځته کولو څخه مخکې جي اووه وخت په وخت د مخ پر وده هېوادونو څخه ډېری مشران خپلو غونډو ته رابلل. چې د همدې منطق پر بنسټ د جي اووه غونډو په پای کې د جي شل نوم ترلاسه کړ. په دې تړاو سياسي غرب هيله لري چې هرڅوک باید له دې امله د دوی څخه مننه وکړي.
په ورته وخت کې د جي شل رامنځته کول د جي اووه عمر ته د پای ټکی ايښودلو لامل نه‌شو بلکې دا باقي پاتې شو او لاهم له خپلې اجنډاء او لومړیتوبونو سره منظمې غونډې کوي او له دې لارو هڅه کېږي څو د سیاسي غرب د ټينګښت او يووالي لپاره ګټنه وشي.
په دې وروستیو کلونو کې دا تقریباً یو دود ګرځېدلی چې د جي اووه غونډې د جي شل تر سرمشریزو وړاندې ترسره کېږي چې دا چاره دوی ته د ګډ دریځ نیولو او بین الغربي همږغۍ لپاره خورا پياوړی فرصت په لاس ورکوي.
خپله غيرغربي هېوادونو هم جي اووه ته تقریباً ورته میکانېزم د جوړولو اړتیا او اغېزناکتوب درک کړی. له همدې امله بريک تقریباً په کومو کلونو کې چې جي شل رامنځته شو، په ۲۰۰۶ – ۲۰۰۸ ز کلونو کې رامنځته شو. چې وروسته د بریک سره د سويلي افریقا له يوځای کېدلو سره د بريک(BRIC)لنډیز په بریکس(BRICS) واوښتی. په ۲۰۲۴ ز کال کې يې د غړو د شمېر په ډېرېدا کې بل مهم بدلون تجربه کړ. په دې توګه د نا غربي مخکښو هېوادونو د دې کلب د غړو شمېر د پراخېدو په درشل کې برېښي او ډله‌ييز غرب هم له همدې امله اندېښمن دی چې ممکن د بریکس چټک پرمختګ به په بېلا بېلو ډګرونو کې د دوی هېژموني ته د نزول په لوري یون ورکړي.
په بريکس او جي اووه کې تر ډېره بریده د ورته ګټو هېوادونه سره یوځای شوي چې په عمومي توګه د ارزښتونو او سیاست له مخې په ورته څپه کې دي. له همدې امله د دوی د خبرو اترو پایلې د پرمختګونو سره مل وي، خو د جي شل په اړه داسې څه نه‌شي ویل کیدی، ځکه له یوې خوا په جي شل کې د غربي هیوادونو بلاک او له بلې خوا د غرب ضد هېوادونو شتون د دغه جوړښت د نه اغېزناکتوب لامل ګرځي،چې دا چاره د نړۍ د څو قطبيتوب بهیر چټکوي.

ثناء الله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *