افغانستان

د چارو ادارې لوی رئیس: د غصب شويو ځمکو د استرداد پروسه د اسلامي امارتد جوړې شوې طرحې پر اساس پلي کیږي

شریعت: د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور په هرات کې د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې اسلامي امارت د خلکو د عزت او شتمنيو د ساتنې مسوول دی او په دې اړه خپل مسووليت سرته رسوي.

شریعت: د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور په هرات کې د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې اسلامي امارت د خلکو د عزت او شتمنيو د ساتنې مسوول دی او په دې اړه خپل مسووليت سرته رسوي. دغه غونډه د مولانا جلال الدين محمد بلخي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون مسوولينو او د لويديځو ولايتونو ولايتي استازو برخه اخيستې وه.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل، د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه اسلامي امارت لايحه تنظيم کړې، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي پروسه د همدې لايحې پر اساس پر مخ وړل کېږي.

نوموړي غونډې ته د یاد کمېسیون مقرره چې په ۲ فصلونو او ۲۱ مادو کې ترتيب شوې او د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري توشيح شوې تشريح کړه او د وينا په پای کې يې د غونډې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

دغې غونډې ته د عدليې، ښار جوړولو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو سرپرستانو، د هرات والي او يو شمېر نورو لوړ پوړو مسوولینو هم ويناوې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د دې کميسيون لومړۍ غونډه په کابل کې د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ کې جوړه شوې وه، چې په کې د ۱۷ ولايتونو د کمېسيون استازو او مسوولينو ګډون کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *