ټولنه اوکلتور

د چاپیریال په پاک ساتلو کې خپله روغتیا خوندي کړئ

ددی له پاره چې مونږ تل د ښه روغتیا څخه برخمن واوسو نو دا ډیره اړینه بریښی چې د خپل د ژوندانه چاپیریال باید تل پاک وساتو تر هغه چې د ژوندانه په پړاویزو شیبو کې تل خوښی او هوساینه مو په برخه شی، البته دمگړی چې ټولنیز بهیر ته نظر واچول شی په ورځنی ډول په میلیونونو تنه ماشومان، تنکې ځلمیان او ځوانان د زده کړی له پاره ښوونځیو، پوهنتونو او نورو تعلیمی مرکزونوته ورځی، همداشان په ټولیزه توگه گڼ شمیر هیوادوال د دندو په موخه او یا هم دمختلفو کارونو لپاره له کور څخه بهر وځی چې د لارو په اوږدوکې له ککړی هوا او د ککړ چاپیریال له امله له سختو ناروغیو سره مخ کېږي، بناً ډیره اړینه ده چې د ماشومانو او تنکېو ځوانانو تر څنگ په ټولیزه توگه د ټولو وگړو د روغتیا او سلامتیا ساتنی ته باید ډیره پاملرنه وشي، البته په کابل ښارکې د وگړو د ډیرې گڼې گوڼې، د غیر پلانی کورونو د جوړیدو او د کانالیزاسیون د نه شتون له امله واقعاً چې زموږ چاپیریال ککړ شوی او بیلابیلې ناروغی ډیرې شوي دي، ددغه راز ستونزو د مخنیوی په اړه ډیره ضروری بریښي چې دخپل د ژوندانه چاپیریال باید تل پاک وساتو ځکه چې روغتیا او سلامتیا په حقیقت کې پاک چاپیریال کې نغښتی ده او ناولی چاپیریال واقعاً د روغتیا او سلامتیا په وړاندې ستر گواښ دی بناُ د چاپیریال د ساتنی لپاره چې کومو چاروته اړتیاده لکه په لومړی گام کې د ټولو خلکو د پوهاوی کچه باید لوړه کړای شي، دغه رازدیادونی وړ ده چې د ککړ چاپیریال یو عمده لامل د ککړتیاوو او کثافاتو اچول په هر ځای کې دی، بل دا چې زمونږ په چاپیریال کې د کانالیزاسیون نه شتون او په تیر وختونو کې د غیر معیاری کورونو جوړول هغه ستونزی دی چې دمگړی ټول ورسره مخامخ دی او د چاپیریال په ککړتیا کې ستر رول لری، پردی بنسټ د یو با مسوولیته ښارمند په توگه دا زمونږ د ټولو دنده او مسوولیت دی چې لومړی د خپل کور د پاکې او صفایی لپاره باید ډیره هڅه اوهاند وکړو او بیا ټولنی ته پام ورواړوو او هم نورله کوموکسانوسره چې موږاړیکې لروباید له دوی سره کاروکړوچې هیوادوال څنگه ځان له ککړتیاوو او کثافاتو وساتی او یایی په ټاکلو وختونو کې مناسبو ځایونوته ولیږدوی او په خوندی توگه یی ځای پرځای کړی تر هغوچې د ښاروالۍ د کارکوونکو لخوا د ښار څخه د باندی مناسبو ځایونو ته انتقال کړای شی، دغه راز اړینه ده چې د ډله ییزو رسنیو لخوا د خلکو دعامه پوهاوی په موخه لازم معلومات او گټوری خپرونې جوړې او خپاره شي تر هغه چې هر ښارمند د ښار د پاکې او صفایی په چاروکې خپل مسوولیتونه اداکړي، دغه راز د ښاروالئ کوم کارکوونکې چې د تنظیف د ریاست په اډانه کې دنده لري باید دوی په خپل وخت او زمان د ښار په مناسبو ځایونو کې کثافتدانی کېږدي چې خلک د خپلو کورونو اضافی توکې په کې واچوي او ډیره اړینه بیا داده چې دغه کثافتداني باید د موظفو کسانو له خوا کنترول شي چې د ډکېدو په صورت کې په مناسبو وختونو کې ژرترژه د ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو لخوا له ښار څخه د باندی ټاکلي ځایونو ته ولیږدول شي.
همداشان دیادونې وړ او ډیره اړینه خبره بیادا ده، لکه څنگه چې وایی ښار د ټولو گډ کور دی نو په پاکې او صفایی کې یی هم ټول سره گډ مسوولیت او رسالت لری، پردی اساس په ټولیزه توگه قدرمن هیوادوالو ته ښایی چې د خپلو کورونو اضافی توکې او کثافات په هغو ځایونو کې چې د ښاروالۍ لخوا ټاکل شویدي، واچوي ترڅو چې بیا د ښاروالۍ موظف کسان وتوانیږي هغه ټاکلو ځایونو ته ولیږدوي.
لکه څنگه چې مخکې وویل شول چې ښار د ټولو قدرمنو ښاریانو گډ کور دی
، نو واقعاً د گډ کور په پاکې او صفایی کې هم ټول هیوادوال سره گډ مسوولیت لری، ځکه که چېری ښار مو ناولی وي نو بی له شکه چې د ناولتیا وو د شتون له امله سره له دی چې د ژوند چاپیریال مو ناولی کیږي، ورسره د ټول ښار فضا، اوبه او هوا هم ککړه او ناولی کیږي، نو کله چې د ښار فضا ناولی او ککړه وي نو په ټولیزه توگه قدرمن ښاریان همدا ناولې هوا تنفس کوي چې په ښکاره توگه په ډول ډول ناروغیو د خلکو د اخته کېدو سبب کیږي، پردی بنسټ دا د ټولو هیوادوالو مسوولیت او رسالت دی چې لومړی له کور څخه نیولی بیا د ټول ښار په پاکي او صفایي کې هلې ځلې او بې دریغه کوښښونه ونه سپموي تل خپل د اوسیدو چاپریال او هم د ټول ښار په پاکي او صفایي کې ژمن، بیدار او هڅانده واوسي تر هغو چې په دې توگه د ژوندانه چاپیریال موتل پاک او ښار مو هم ښکلی وي.
په دی هیله چې په ټولیزه توگه ټول هیوادوال د ملي او هیوادني سپیڅلي احساس له مخې هڅه وکړي چې خپل د اوسیدوچاپیریال تل پاک وساتي اود چاپیریال په خوند یتوب کې خپله ونډه په بشپړی رښتینولي ادا کړي تر هغه چې له امله یې هیواد مو په هراړخیز ډول پاک او د ژوندانه چاپیریال مو هم له هره پلوه خوندي
شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *