
د چین خاص استازی: افغانستان اوس آزاد او مستقل هېواد دی
شریعت: د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اسلامی امارت له سفیر سره په کتنه کې وویل چې افغانستان اوس یو ازاد او مستقل هیواد دی او پیاوړی نظام لري او له سیمې هیوادونو سره د همکارۍ زمینه برابره شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په چین کې د اسلامي امارت امارت د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۷ نیټه د افغانستان لپاره د چین د خلکو د جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي ډاکټر یوشیایونګ سره وکتل.
دې لیدنه کې د افغانستان په هکله په سیمه ایزو او نړیوالو دایریدونکو غونډو او د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزو ناستو او نورو اړوندو مسائلو باندې مفصلې خبرې وشوې.
همداراز د سفارت سرپرست د مخدره موادو په کښت او قاچاق بندیز، د معتادینو درملنه، د هیواد په ګوټ ګوټ کې امنیت، په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی، د پولي واحد ثبات، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې، ترانزیتي اسانتیاوې او داسې نور د امارت د تیرو څه کم دوو کلونو لاسته راوړنې وبللې او یادونه یې وکړه چې د دواړو لوریو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره ښه فرصتونه برابر شوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «یوشیا» هم یادونه وکړه چې افغانستان اوس یو ازاد او مستقل هیواد دی او پیاوړی نظام لري او د سیمې هیوادونو سره په ځانګړي توګه له چین سره په مختلفو برخو کې د همکارۍ زمینه برابره شوې. نوموړي زیاته کړه چې باید له لاسته راغلي فرصتونو څخه استفاده وکړو او پرینږدو چې دغه فرصتونه ضایع شي.
دواړو لوریو له یوه بل او د سیمې له هیوادونو سره په حسنه روابطو، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي راکړه ورکړې باندې ټينګار وکړ.