افغانستان

د چین د بهرنیو چارو وزیر: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته ورکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي چې امریکا په افغانستان کې، په سیاسي او نظامي توګه ماتې خوړلې او دترهګرۍ په نوم مبارزې سره ترهګري نوره هم زیاته شوه. نوموړي دا څرګندونې وړمه ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو د سیمې د هېواد د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي. هغه پر امریکا سختې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې امریکا باید په افغانستان کې له خپلو ناکامیو څخه عبرت واخلي. دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د په بیړه وتلو پړه پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ واچوله او دا یې استخباراتي ماتې وګڼله. د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې سیاسي ماتې هم وخوړله، دوی په افغانستان کې دیموکراسي تحمیل کړه او دا یوه ناکامه هڅه وه چې له امله یې ملي پخلاینه هم رامنځته نه شوه. د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې امریکا دې د افغانانو پر کړاوو او ستونزو سترګې نه پټوي او دافغانستان کنګل شوې پیسې دې ژر تر ژره بیرته ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *