
د چین سفیر: نړۍ دې د کلتوري میراثونو په ساتنه کې افغانستان سره همکاري وکړي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې وویل، چې د هېواد تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
د یادې کتنې پیل کې د چین سفیر وویل: موږ د افغانستان استقلال، ارضي تمامیت او ملي ارزښتونو ته درناوی لرو او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خوښ یو.
وانګ یو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ته د چین هېواد لخوا د افغانستان په فرهنګي برخه کې د روانو پروژو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې افغانستان د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او باستاني سیمو له امله د نړۍ یو بډایه هېواد دی، چې چین په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د تاریخي آبداتو او باستاني سیمو په ساتنه او بیارغونه کې د چین هېواد له همکارۍ مننه وکړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.
خیرخواه زیاته کړه، چې د هېواد د تاریخي میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه ده .
نوموړي له هغو هېوادونو او سازمانونو مننه وکړه، چې په دې برخه کې له یاد وزارت سره همکاري کوي.