افغانستان

د چین کاري ټیم پنجشېر نه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، لومړي کارونه پیل کړي

د اوبو او انرژۍ وزارت او د چین هېواد تویار صنعتي شرکت تخنیکي ډلګۍ پلازمېنې کابل ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد د پروژې د لومړنیو کارونو د پیل په موخه بازارک ته سفر کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې یادې تخنیکي ډلې په دې سفر کې د پورتني پنجشېر سیندیزې فرعي حوزې د رییس فضل الله عادل په ګډون له والي محمد آغا حکیم سره وکتل او له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې په هکله یې بحث کړی دی.
په دې لیدنه کې د پنجشیر والي دغو تخنیکي ډلو ته له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې او د پنجشیر ولایت پر کچه د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button