
د ډالرو ارزښت ټيټېدل بايد د ټولو خوراکي توکو پر بيو اغېز ولري!
په سوداګريزو راکړو ورکړو کې د بهرنيو اسعارو د کارونې د بندولو پلان،چې دوه مياشتې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک له خوا وړانديز شوی و، په پوره توګه عملي شو او د ياد بانک رئيس هدايت الله بدري د کندهار، هلمند، دايکندي، زابل او ارزګان له واليانو سره په کتنه کې د بهرنيو اسعارو د کارولو پر بنديدو ټينګار درلود او د سوېلي او لوېديځو ولايتونو اوسېدونکو ته يې له ټاکلې مودې پورې د بهرنيو اسعارو د کارولو مهلت ورکړى و، که نه نو له دوی سره جدي چلند کېده.
د ښاغلي بدري په وينا خلک بايد له دې څخه په ټولو کورنيو راکړو ورکړو کې ګټه پورته کړي،تر څو د امکان تر حده د افغانيو پيسې ثابتې کړي او د يوه مسئول وګړي په توګه خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړي.
اوس چې د افغانيو د ودې او په کورنيو راکړو ورکړو کې د بهرنيو اسعارو د کارولو د منع پلان په بشپړ ډول عملي شوی او د افغانستان بانک د رييس له لارښوونې سره سم؛ دغه بانک له ټاکلې مودې وروسته خلکو ته دا حق نه دی ورکړی،چې په راکړه ورکړه کې له بهرنيو اسعارو کار واخلي، نو بيا ولې د خوراکي توکو په پېر او پلور کې امريکايي ډالر ته حساب کېږي او هټيوال د پخوا په شان په بازارونو کې په خلکو خپل توکي د ډالر په حساب پلوري!
منو چې د بهرنيو اسعارو په نه کارولو د افغانۍ ارزښت لوړولو کې ډېره مرسته کړې او د افغانۍ ثبات تر پخوا کلونو ډېر ثابت پاتې شوی، خو متسفانه د لومړنيو خوراکي توکو بيې پر خپل حال ثابتې پاتې دي او هېڅ کوم تغيير په کې نه دی راغلی، پوښتنه دا ده چې له دې وړاندې يو امريکايي ډالر د افغانيو په مقابل کې کابو ۱۰۰ ته لوړ شو، د خوراکي توکو بيې ورسره لوړې شوې، نن سبا چې په بازارونو کې يو امريکايي ډالر په ۶۷ افغانيو په کمو پېر او پلورکېږي او افغانۍ يو ځل بيا د بهرنيو اسعارو پر وړاندې لوړه شوې، دا چې د افغانۍ دودېدو او په بازار کې د افغانۍ لپاره د تقاضا ډېروالی د دې لامل شوی،چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شي، خو له دې ټولو سره په افغان بازارونو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې او نرخونه نه دي بدل شوي،چې دا وضعيت ډېر کله خلکو ته زيان رسولی شي، افغان سوداګر چې ډېر مواد له بهره په ډالرو واردوي په کور دننه نرخونه هم هغوی ته په کتو ټاکي، چې په ټوله کې که د ډالرو له ټيټېدو سره د توکو بيې کنترول نه شي دا بيا د افغانستان غوندې بې وزله ټولنه کې خپلې بدې اغېزې لرلی شي.
په هر حال د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له ثابتېدو داسې ښکاري،چې د افغانستان بانک له ټولو ننګونو سره سره پر دې توانېدلی، چې د خپلو ((پولي سياستونو)) په تطبيق سره د افغانۍ له ارزښت ساتنه وکړي، په دې اړه څو نړيوالو اقتصادي رپوټونو کې هم ورته موضوع ته اشاره شوې او د افغانيو ثبات ساتنه ستايل شوې، د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړيوال بانک وروستۍ رپوټ چې د روانې نومبر مياشتې په پيل کې خپور شو په کې راغلي (( افغانۍ با ثباته پاتې شوې او د معتبرو پولي واحدونو پر وړاندې لا نوره هم لوړه شوې او همدا راز داخلي عوايد هم د تېر کال په پرتله ډېر شوي.))
دوه کاله مخکې په همدې ژمي کې بيا د افغانستان اسعارو بازار له ټولو ډېر لوېدلی و او تېرو شلو کلونو کې په لومړي ځل د يوه ډالر مقابل کې له سلو پورته افغانۍ تبادله کېده، ښه مې پر ياد دي، چې د ډالر په مقابل کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيو کې لوړوالی راغی، اوس چې د افغانۍ په مقابل کې بهرنيو اسعارو ارزښت له لاسه ورکړی او افغان سوداگر له هيواده بهر ټول سوداګريز مالونه په ډالرو پېري او بېرته يې په کور د ننه په غريبو او ناچارو خلکو ډالر ته حساب کوي، دا کار بيا د ټولنې پر وګړو بدې اغېزې لري او د افغان ټولنې غريبو خلکو ته په زيان تمامېږي!
ورته مهال د کابل ښاروالۍ بيا په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو د کنټرول خبره کوي او زياتوي چې د نرخونو ټاکل د کورنيو او بهرنيو اسعارو د تغييراتو پر بنسټ دي، د ښاروالۍ دغه اقدام د ستاينې وړ دی او ټول ولس ورته په ورځنيو چارو کې د برياليتوب لاسونه لپه کوي، خو داسې نه چې په بازار کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې له يو بل سره توپير لري، لويه ستونزه داده چې په هېواد کې هر شي ته په ډالرو حساب کېږي، موږ وليدل چې حتی د کور کرايې ته هم په ډالرو حساب کېده او د خلکو سره داسې انګېزه وه، چې ډالر لوړ شي، هرو مرو ورسره د کور کرايه لوړه شي، دغه راز يو ښه مثال يې د وچې ډوډۍ يادوم، کله چې يوه بوجۍ اوړه په ۳۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، د يوې ډوډۍ قيمت هماغه لس افغانۍ و، خو کله چې اوړه ۱۵۰۰ ته راټيت شول، بيا په هماغه ۱۰ افغانيو پلورل کېده!
نو د دغې مسئلې د حل لپاره په کار ده، چې د حکومت مسئول چارواکي د خلکو کمزوری اقتصاد په پام کې ونيسي او په بازارونو کې د خوراکي د بيې د کنټرول په برخه کې لا ډېره هڅه وکړي، له ټولو لومړی د نرخونو په ثابت ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي، په ټول هېواد کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې تر خپل کنترول لاندې ونيسي، دغه راز په کلکه د محتکرينو مخه ونيسي او تر ټولو مهم داچې پر سوداګرو او هټيوالو دې دا لازمي کړي، چې په کور د ننه پېر او پلور له افغانۍ پرته په نورو بهرنيو اسعارو ترسره نه کړي!
راشد آرين