لیکنېمقالی اوتبصرې

د ډیورنډ په تړاو د اسلامي امارت موقف

له دې وړاندې په یوه ځانګړې مقاله(ډیورنډ کرښې ته د افغان زمامدارانو غبرګونونه) کې ویلي وو چې د ډیورنډ منحوسې کرښې تر ټاکنې وروسته نږدې ۱۲۰ کاله تېرېږي خو په دغو څه باندې یو سل او شلو کلونو کې د افغانستان له ۱۸ـ۲۰حکومتونو نیولې ایله ۴ لومړنیو حکومتونو او زمامدارانو د دې کرښې په باب کوم اعتراض نه دی پورته کړی. دا هغه حکومتونه وو چې په لومړنیو وختونو کې د انګرېز له سخت انتقاد او فشار لاندې وو. له دې جملې ۱۴ هغه حکومتونه وو چې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه طریقه یې د دې پولې پر وړاندې د اعتراض او احتجاج غږ پورته کړی. د دغو څلورو زمامدارانو په وخت کې د افغانستان بهرنی سیاست تر ډېره د انګرېزانو په لاس کې و او افغانستان ته یې ټولې مواصلاتي او ټرانزیټي لارې تړلې وې. خو دا هغه و چې پاکستان لانه وجوړ شوی له دې پرته هر دولت چې پر افغان خاورې تېر شوی، نو په یوه نه، یو ډول یې د دې کرښې د له منځه وړلو په خاطر هلې ځلې کړي.
له حکومتونو ورهاخوا د دې کرښې د له منځه تلو تکل د دواړو غاړو ته پرتو قومونو کړی دی. د تاریخ پاڼې شاهدې دي چې د دې کرښې په فزیکي ټاکنه کې ګڼ قومونه راووتل خو بدبختانه د انګرېز او افغان پوځونو له خوا شکنجه شول، بندیان شول، حتی ووژل شول او په جبر یې د دوی د حق نعره دفن کړه. لا هم وخت ناوخت د دواړو غاړو پښتانه قومونو چې په خپلو کې یې وینه، مینه، دین او ګڼ ارزښتونه شریک دي، تل د دې کرښې پر خلاف راپورته شوي او د یوه واحد وطن غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان ټول واکمنان د ډیورنډ په اړه ډېر محتاط او دقیق وو. د افغانستان په نږدې تېر پېښلیک کې سردار محمد داود د ډیورنډ کرښې په باب ډېر حساس و. د ده په واکمنۍ کې د پښتونستان مسئلې په نوم دا جنجال خپل حساس پړاو خپل کړ. داود خان له پاکستان سره توندې اړيکې درلودې او د پښتونستان مسئلې پر سر نږدې و چې افغانستان او پاکستان وسله والې جګړې ته مخه کړي. محمد داود خان د پښتونستان مسئلې ته ډېر ارزښت ورکولو او په ټول توان يې هڅه کوله، چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړې خاوره د لوی افغانستان برخه جوړه کړي.
د اسلامي امارت په لومړي پېر کې پاکستان هیله ښوده چې پر افغان واکمن(لوی ملا صاحب رحمه الله) د ډیورنډ کرښه ومني او د دولت د رهبرۍ نور غړي د دې معضلې منلو ته اړ کړي. د عوامي نېشنل ګوند پخوانی مشر او د پاچا خان لمسی اسفندیار ولي خان د پاکستان د هغه وخت د کورنیو چارو د وزیر نصر الله بابر له خولې لیکي چې یو وخت کندهار ته لاړم او له لوی ملا صاحب مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله سره په یوه دسترخان ډوډۍ ته کېناستم، چې غلي مې وپوښتل چې که ملا صاحب دا کرښه په رسمیت وپېژني؛ نو هر څه به حل شي. دی وایي چې لوی ملا صاحب راته کړه چې ډوډۍ کېږده او سیده ووځه خاینه. اسفندیار وایي چې پښتون ته دا ډېره ګرانه خبره ده چې یو څوک دې له خپلې هوجرې وشړي او بیا یې له دسترخوانه پورته کول خو بیخي لویه خبره ده. خو دا د دې ښکارندوی ده چې فرد فرد افغان ته د ډیورنډ مسئله څومره باارزښته او پر وړاندې یې څومره حساس دي.
خو د ډیورنډ په اړه د تېرې ادارې هومره بې ننګي هېچا هم ونه کړه. د تېرې ادارې د مشر اشرف غني په وخت کې پر همدې کرښې اغزن تار تېر شو، خو که پر دې کرښه د اغزن تار تېروتنې معامله شوې نه وای؛ نو څنګه د دې تار پروژه تر اتیا سلنه بشپړېده؟
د تېرې ادارې د ملي امنیت پخوانی سلاکار په لومړي ځل اعتراف وکړ چې د «افغانستان او پاکستان د پولو د کنټرول» هوکړه لیک یې لاسلیک کړی دی. حنیف اتمر ویلي و چې په ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځول یې له پاکستاني جنرال عامر سره لاسلیک کړي دي.
د هغه وخت ګډ حکومت(پنځوس ـ پنځوس) په دې تړاو څه نه دي ویلي، او دا نه ده معلومه چې پاکستان به د دې تنازل په بدل کې ګډ حکومت ته څه منلي وي.
نږدې اووه کاله د مخه د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر جنرال قمر باجوه په رسمي ډول د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو پروژه افتتاح کړه او ويې ویل چې په لندن کې د افغان حکومت سره په دې اړه سلا شوې او د هغوی په خوښه دا چاره تر سره کېږي.
د همغه کال د جون په ۲۰مه د پاکستان پوځ په یوې رسمي خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د اغزن تار لومړی پړاو یې په باجوړ، مهمندو او خیبرایجنسۍ کې په بریا سره بشپړ کړ او د پولې پاتې برخه به په دوهم پړاو کې وتړي. همدا راز د هغه کال د تېر سپتمبر په ۱۲مه د پاکستان لومړي وزیر (شاهد خاقان عباسي) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد به یې په ډیورنډ کرښه د کټارو لګولو لړۍ ته ادامه ورکوي.
که مفکر او د ګډ حکومت غړي پر ډیورنډ له اغزن تار تېروتنې سره سلا نه وای، نو ولې یې نه د ملګرو ملتونو محاکمو ته شکایت وکړ، نه یې په امنیت شورا کې غږ پورته کړ او نه یې د پاکستان له حکومت سره پرې کومه شخړه رامنځته شوه. له یادې ناستې وروسته په لومړي ځل د کرښې دواړو خواوو ولسونو د تګ راتګ لپاره ویزه جبري شوه او د پاکستان قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا ایالت سره وتړل شوې.
له دې مسایلو دا جوتېده چې تېره اداره د کوزنیو پښتنو په اړه چندان علاقه نه درلوده او دا هر څه یې محض ساعتېری باله.
اسلامي امارت ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې څو ځله په صفري کرښه کې د پاکستان د تاسیساتو مخه نیولې او خبره تر وسله والې جګړې رسېدلې ده. د اسلامي امارت ویاندویان وایي چې د ډیورنډ په اړه دوی له هېچا سره خبرې نه دي کړي، نه یې له کوم چا سره کوم سند لاسلیک کړی دی. امارت د ډیورنډ کرښه خیالي او فرضي بولي او د دې کرښې پرېکړه د دواړو غاړو د پرتو ولسونو حق بولي. په روان لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په ځانګړي حکم د هېواد په ختیځ او سویل لوېدیځ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې لسګونه پوستې نوې ایجاد شوې.په ختیځ کې د سرحدي لېوا قومندان وایي، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په اوږدو کې يې د دې زون په کچه، په درېيو ولايتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سل نوې پوستې جوړ شي او په خبره یې دا لړۍ روانه ده. افغان پوځونو په هغو نقطو کې دا پوستې ایجاد کړي چې د تېرې ادارې عسکرو حتی د ورتګ جرئت هم نه شوای کولی. دا چې اوسمهال د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستنې پرېکړه کړې او تر دې دمه تر نیم میلیون زیات افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي، لرې نه ده چې د ټولو افغانانو په راستنېدو او مېشتېدنې د دې معضلې یو رخ او حل پیدا شي.

لیکوال: خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *