لیکنېمقالی اوتبصرې

د ژمي په موسم کې خپلې روغتیا ته ډیره پاملرنه وکړئ

په نړۍ کې د هر انسان لپاره د هر څه نه غوره سرمایه روغتیااوسلامتیا ده او له دې پرته انسان خپلی چاري (که هغه د پاک الله «ج»عبادت دی یا د ورځینو چارو پرمخ وړل دي) په ښه توګه سرته نه شي رسولی، ځکه په خپله روغتیااوسلامتیا د هوساینې زیږنده ده، نو په دی اړوند ضروري بریښي چې هر انسان د خپل ځان، کورنۍ او غړو د روغتیااوسلامتیا په ساتنه او څارنه کې له ځانګړې پاملرنې څخه کار واخلو.
په هېواد کې د تیرو څه باندې څلورنیمو لسیزو جګړو ټول هېوادوال په جسمي او روحي توګه ځورولي او غمجن کړي دي او بې شمیره زړه بوګنوونکې غمیزې او ناخوالې یې هم زغملي دي، نو اوس چې د اسلامي امارت په راتلو د خداي(ج) په فضل هېوادوالو ته د یوې هوسا راتلونکی په لور لاره پرانیستل شوې ده، هېوادوال ددې لیوال دی چې له هره پلوه د یو ډاډمن امنیت درلودونکی شي ترڅو د سولې په ډاډمنه فضا کې یې د روحي او جسمي نا آرامیو لمنه ټوله شي او د هېواد ترقي او پرمختګ ته مټې را بډوهي، ددې ترڅنګ د ټولو ولایتونو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې هېوادوال روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته اړتیا لري، ځکه چې په اکثرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالي او یا هم لرې واټن ددې سبب کېږي چې د ډول ډول ناروغیو له امله زمونږ ګڼ شمیر هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي او یا هم د روغتیا له پلوه له بې شمیره ستونزو او روحي تکلیفونو سره لاس او ګریوان شي، اوس مهال چې د هېواد په ټولو سیمو کې هوا سړه شوې او لا هم مخ په سړیدو ده. نو بې له شکه چې د کال په دغه ساړه موسم یعنې ژمي کې اکثراً ماشومان د (والګي او زکام)په څیر پر بیلابیلو ناروغیو اخته کېږي، نومیندې ، پلرونه باید په دغه ساړه موسم کې د خپلو ماشومانو روغتیا ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي او له یخ وهلو څخه دې وژغوري، ځکه چې ماشومان د سړې هوا په مقابل کې زیات مقاومت نه شي کولی. نو په دې اساس اړینه او ضروري بریښي ترڅو په ناروغیو د اخته کیدو د مخنیوي په موخه لاندي ټکي په بشپړه توګه رعایت کړي:
– خپلو اولادونو ته تودې اوډبلې جامې او خولۍ ورواغوندي.
– په سړه هوا کې دې ماشومانو، او د لوړ عمر لرونکو بوډاګان د ګرځیدو راګرځیدو څخه ډډه وکړي
– کله چې په ګرم ځای کې اوسیږي دفعتاً په یو ناڅاپي ډول سړې هوا ته دې نه راوځي او که چیرې راوځي نوبیاله خپل خولې او پزې څخه یو دستمال راتاو کړي.
– هغه کسان چې د شکر ناروغي لري خپل لاسونه او پښې دې له سړې هوا سره له تماس څخه وساتي ترڅو د سړښت له کبله ټپ پیدا نه کړي.
– خپل لاسونه او د خپلو ماشومانو لاسونه هره ورځ په صابون او ګرمو اوبو ومینځي.
– د هوا په سړښت سره له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان باید تر بړستنې یا کمپلې لاندې د تودو اوبو د ډکې مشکولې په ایښودلو سره ګرم وساتي.
– خپل لوښي له کارولوڅخه دمخه په پوډرو ښه ومینځي.
– په خپل سره درمل ونه خوري، بلکې له ډاکتر صاحب څخه یې د خوړلو مشوره وغواړي.
– ترخپلې دوشکې یا فرش لاندې د نم د مخنیوي لپاره پلاستیک اوار کړي.
– د خونې تودولو لپاره د ښيښې ترڅنګ په پنجره او روشندانونو کې له پلاستیک څخه استفاده وکړي او یا هم که چیرې کړکۍ موجوده نه وي د هغې ځایونه په پلاستیک وپوښوي.
– د څښاک اوبه په پاک سطل کې وساتي او د سطل سر هم وپوښوي.
– له سکرو څخه د استفادې پر مهال سکاره له خونې یا خیمې څخه د باندې روښانه کړي تر څو د هغو دود او لوګی په بشپړه توګه له مینځه لاړ شي وروسته هغه خونې ته دننه راوړل شي.
– که چیرې له صندلۍ څخه استفاده کوي، خپل او د خپلو ماشومانو سر په یوه تکه یا خولۍ پټ کړي او د صندلۍ له بړستنې څخه یې د باندې وساتي.
– د خپل ځان یا د کورنۍ د غړو د ناروغي پرمهال نږدې روغتیايي مرکز یا روغتون ته مراجعه وکړي او یا له ډاکتر سره د خپلې ناروغي په اړوند مشوره وکړي.
هيله ده چې سړې هوا په موسم کې پورته غوره او اړین ټکي په بشپړه توګه په پام کي ولرئ، ترڅو هم ستاسو او هم ستاسو د کورنۍ د ټولو غړو روغتیااوسلامتیا
خوندي وي

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *