لیکنېمقالی اوتبصرې

د ژمي په موسم کې روغتیاپالنې ته ډیره پاملرنه وکړئ

دایو روښانه واقعیت دی چې په نړۍ کې د هر انسان لپاره د هر څه نه غوره سرمایه روغتیا اوسلامتیا ده او له روغتیا پرته انسان خپلی چارې (که هغه د پاک الله «ج»عبادت دی یا د ورځینو چارو پرمخ وړل دي) په ښه توګه سرته نه شي رسولی، ځکه په خپله روغتیا اوسلامتیا د هوساینې زیږنده ده، نو په دی اړوند ضروري برېښي چې هر انسان باید د خپل ځان، خپلې کورنۍ او د خپلې ټولنې د غړو د روغتیا اوسلامتیا په ساتنه او څارنه کې له ځانګړې پاملرنې کار واخلي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د تېرو څه باندې څلورونیمو لسیزو جګړو ټول هېوادوال په جسمي او روحي توګه ځورولي او غمجن کړي او بې شمیره زړه بوګنوونکې غمیزې او ناخوالې یې هم زغملي دي، نو اوس چې د اسلامي امارت په راتلو د خداي(ج) په فضل هېوادوالو ته د یوې هوسا راتلونکی په لور لاره پرانیستل شوې ده، بنآ هر هېوادوال په لومړي قدم کې ددې لیوال دی چې له هره پلوه د یو ډاډمن امنیت درلودونکی شي ترڅو د سولې په ډاډمنه فضا کې یې د روحي او جسمي نا آرامیو لمنه ټوله شي او د هېواد ترقي او پرمختګ ته مټې را بډوهي، ددې ترڅنګ دهېواد ټولو ولایتونو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې هېوادوال روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته اړتیا لري، ځکه چې په اکثرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالي او یا هم لرې واټن ددې سبب کېږي چې د ډول ډول ناروغیو له امله زموږ ګڼ شمیر هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او یا هم د روغتیا له پلوه له بې شمیره ستونزو او روحي تکلیفونو سره لاس او ګریوان شي، البته اوس چې د هېواد په ټولو سیمو کې هوا سړه شوې او لا هم مخ په سړیدو ده. نو بې له شکه چې د کال په دغه ساړه موسم یعنې ژمي کې اکثراً ماشومان د (والګي او زکام)په څېر پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، نومیندې ، پلرونه او نور خپل خپلوان باید په دغه ساړه موسم کې د خپلو ماشومانو روغتیا ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي او له یخ وهلو څخه دې وژغوري، ځکه چې ماشومان د سړې هوا په مقابل کې زیات مقاومت نه شي کولی،نو په دې اساس ټولو پتمنو هېوادوالو ته اړینه او ضروري بریښي ترڅو په ناروغیو د اخته کیدو د مخنیوي په موخه لاندي ټکي په بشپړه توګه رعایت کړي:
– یعنې خپلو اولادونو ته تودې او ډبلې جامې او خولۍ ورواغوندي.
– په سړه هوا کې د ماشومانو، او د لوړ عمر لرونکو یعنې بوډاګانو د ګرځیدو راګرځیدو مخنیوی وکړي.
– کله چې په ګرم ځای کې اوسېږي په ناڅاپي ډول سړې هوا ته دې نه راوځي او که چیرې راوځي نوبیاله خپل خولې او پزې څخه باید یو دستمال راتاو کړي.
– هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید خپل لاسونه او پښې له سړې هوا سره له تماس څخه وساتي ترڅو د سړښت له امله ټپ پیدا نه کړي.
– د ځان او ماشومانو لاسونه هره ورځ په صابون او ګرمو اوبو ومینځي.
– د هوا په سړښت سره له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان باید تر بړستنې یا کمپلې لاندې د تودو اوبو د ډکې مشکولې په ایښودلو سره ګرم وساتي.
– خپل لوښي له کارونو یا استفادې څخه دمخه په پوډر ښه ومینځي.
– په خپل سره درمل ونه خورئ،له ډاکتر څخه یې د خوړلو مشوره وغواړي.
– ترخپلې توشکې یا فرش لاندې د نم د مخنیوي لپاره پلاستیک اوار کړئ.
– د خونې تودولو لپاره د ښيښې ترڅنګ په پنجره او روشندانونو کې له پلاستیک څخه استفاده وکړئ او یا هم که چېرې کړکۍ موجوده نه وي د هغې ځایونه په پلاستیک وپوښوي.
– د څښاک اوبه په پاک سطل کې وساتئ او د سطل سر هم وپوښوي.
– له سکرو څخه د استفادې پر مهال سکاره له خونې یا خیمې څخه د باندې روښانه کړي تر څو د هغو دود او لوګی په بشپړه توګه له منځه لاړ شي وروسته هغه خونې ته دننه باید راوړل شي.
– که چېرې له صندلۍ څخه استفاده کوئ، خپل ماشومان له صندلۍ له بړستنې د باندې وساتي.
– د خپل ځان یا د کورنۍ د غړو د ناروغي پرمهال نږدې روغتیايي مرکز یا روغتون ته مراجعه وکړي او یا له ډاکتر سره د خپلې ناروغي په اړوند مشوره وکړي.
قدرمنو هېوادوالو! پک الله(ج) دې وکړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سړې هوا په موسم کې پورته غوره او اړین ټکي په بشپړه توګه په پام کي ولرئ، ترڅو هم ستاسو او هم ستاسو د کورنۍ د ټولو غړو روغتیااوسلامتیا خوندي وي او په دې توګه له هوسا او روغ ژوند څخه په اوږدمهال ډول برخمن واوسئ.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *