بېلابېلې لیکنېلیکنې

د ښکلي اوسمسور ننګرهار پېژندنه

ننګرهارد افغانستان په ختيځ کې ښکلی ٬ سمسوراو لومړی درجه ولایت دی د ژمي په موسم کې د کابل او دهېواد د نوروسړوسیمود سیلانیانو لپاره په زړه پورې تفریحګاه اوتفرجګا ده ، دې سیمې د پیړیوپه اوږدوکې په مختلفو نومونوخپل موجودیت ساتلی دی له اسلام نه دمخه د ګندهارا په نوم هم یاد شوی دی دجغرافیایې موقیعت له پلوه د ننګرهارله ولایت نه د لوړواودنګوغرونوحاله را چاپیره ده ، سهیل ته یې سپین غرچې په اوستا کې د سپيتاګوني ګر[سپین غر] په نوم راغلی دی ، لودیځ ته یې تورغر، شمال ته یې د بهسودوغراوختیځ ته یې د خیبرلړۍ او د شمشاد شاخ موقیعت لري ، د ژمي په موسم کې ددغه لوړو غرونواوپه تیره بیا د سپین غرپه لوړو تړو کې سپینې واورې اوپه آواره سیمه کې دشنوفصلونوننداره دې سیمې ته ځانګړې شاعرانه ښکلا وربښلې وي ، د ننګرهارپه کروندو د ژمني موسم کې هم د یخنۍ زورنه رسېږي ګویا داچې دلته په ژمي کې هم پسرلی وي ، له همدې کبله د ننګرهار ولایت ته (همیشه بهار) ولایت هم ویل کیږي ، ننګرهاري اوسېدونکي هغه وخت د خپل ټاټوبي په قدر ښه پوهیږي چې د ژمي په موسم کې کابل اویا دهېواد نورو سړو او واورینوسیموته سفر وکړي او هلته یې ذامې له یخنی نه بې ارادې وکړپیږي اولاس اوپښې یې کرغچ شي .
ددغه ولایت مرکز د جلال آباد ښاردی اوتسمیې وجه یې ، کله چې دهډې ښارد مغلي باچاهانو اوپه تیره بیا د جلال الدین اکبر لخوا سقوط وکړ نونوموړي دهډې ښارشمال پلود جلال آباد په نوم د یوه ښکلي ښارد بنست ډبره کیښوده چې نن هم دغه ښکلی ښارد جلال آباد په نوم یادیږي خوپه ټولیزډول ننګرهارډیر پخوانی تاریخ لري چې شالید یې د مستندو روایاتو له مخې آریایې مدنیتونوته رسیږي ، دچیني جهانګرد (هیوان تسنګ) په قول ننګرهارا Nagarahar د اوستا په کتاب کې هم ذکرشوی ددې ترڅنګ د لرغون پیژاندود کیندنوپه ترڅ کې د پنځلس زره په شاوخوا کې لویې ، وړې اومنځنی د بودا مجسمې له ننګرهاراوپه تیره بیا له هډې نه چې په دوهمه او دریمه میلادي پیړۍ پورې اړه لري ترلاسه شوې دي ، معلومیږي چې ننګرهار د بودائیزم اصلي قرارګاه او ددغه دین د پیروانو اصلي ټاټوبی هم دی ، ځکه بودائیزم په خپل وخت کې په دغه ځمکه کې ډیررشد او وده کړې وه چې ډیری له دې مجسموبهراوپه تیره بیا فرانسې ته قاچاق شوې دي ، که د لعل پورې اوباسول نه ، بیا تربهسودو او آن ددرونټې ترغارونو پورې ژور نظر واچول شي نو وبه لیدل شي چې د کابل سیند په سواحلو په لویو او وړو غونډیوکې د بودائیزم په سلګونو(سومعې) اوپه زرګونو سمڅې موجودې دي چې له دې سمڅو نه موندل شوې مجسمې اوسکې په لاس را غلي دي ، د بودایې مذهب له پاته شونو دهغه زمانې دخرافاتي کړنو څرک ډېرښه را لګیږي ځکه د همدې سومعو پردیوالونو د بودایې راهبانو اوحیواناتو تصویرونه منقوش لیدل کېږي . که دبودائیزم د تمدن په اړه خپل مبحث لا پسې وغځوو نو ددغه تمدن بیلګې نه یوازې د هډې په شاوخوا کې بلکه د ننګرهار په نورو برخو لکه د (سره رود ) په اوسنۍ ولسوالۍ کې هم ترسترګو کیږي همدارنګه د بهرآباد سمڅې، چهارباغ صفا، د بابرتخت، راه کلان، شاه فيض الله آغا مزار، نجم الدين اخوندزاده، د غوچکومعبدونه، د درونټې معبدونه ، پاته دې نه وي چې بودائیزم افغانستان ته د اشوکا د واکمنۍ په زمانه کې راغلی دی او په همدغه وخت کې د ګندهارا په نوم یوهنری مکتب هم په اوسني ننګرهار کې موجود و ، د ګندهارا کانون او تمدن د اوسني جلال آباد په شاوخوا کې و اوپه دې توګه ویلای شو چې دګندهارا د مدنیت مرکزهم اوسني ننګرهاردی ، د بودائیزم استوپې دلغمان ٬کابل ٬ وردګو ٬ کاپیسا او پروان په سیمو کې هم لا تراوسه په پخواني شکل لیدل کیږي .
د اسلام په را تګ سره په ننګرهار کې د بودائیزم ټغر ټول او ددغه کانون په ځای اسلامي مدنیت خپورشو داسلام له خوریدو وروسته هم په دغه ولایت کې د اسلامي ارزښتونو په لړکې یو شمیرمقدس مکانونه لکه د ميا علي صیب زيارت، اخوند موسى بټي کوټى، مياشرف، دګردى غوث اوډولکي بابا زیارتونه چې د خلکو ترمنځ د تقدس په سترګه ورته کتل کېږي ، موجود دي ، په معاصرو دورو کې د امان الله خان مزار، سراج العمارات، اوداسې نورو مزارونه هم د جلال اباد په ښارکې جوړشوي دي ، دننګرهارپه ولایت کې د کابل په څېریوغني موزیم هم موجود چې د هډې د موزیم په نامه یادیږي دغه موزيم ځکه د هډې د موزیم په نوم ياديږي چې په موزیم کې د هډې کشف شوي شیان ساتل کېږي نوځکه دغه موزيم د هډې موزیم په نوم ونومول شو اوله اوسني جلال آباد سره نیږدې دسهیل پلو پروت دی چې له بده مرغه د کورنیو جګړو په ترڅ کې څوځله سخت زیانمن شو.
د جلال اباد ښارچې هغه وخت د هډې په نوم یادېده دهند اوبامیانوترمنځ یوازنۍ ترټولو لوی ښار و چې دې د دغه لویې لارې په مسیرکې پروت و او تلونکیو او راتلونکیو قافلوبه دلته څو ورځې استراحت کاوه اونفس به یې تازه کاوه . په هرصورت زموږ څیړنه اوس د ننګرهار ولایت په جغرافیایې موقیعت او آب هوا را څرخی ځکه د ننګرهارهوا په ژمي کې معتدله او په اوړي کې ډیره توده وي اقلیم یې مدیترانه یې او تحت استوایې خاصیت لري نوځکه دستروس د کورنۍ تازه میوې لکه مالتې ٬ کینو ٬ نارنج ٬ زیتون او دخرما ونې دلته ښه وده کوي او ډیرې دي اوپه غرنیو سیموکې یې په تیره بیا د سپین غر غرونو په لمنو کې د سوزني برګ ونو دکورنۍ ډیرځنګلونه لېدل کیږي ، په دغه ولایت کې کلنی اورښت د ۴۰۰ نه تر ۱۲۵۰ ملي مترو پوري رسېږي اود تودخې درجه یې په ځینو وختونو کې د سانتیګرېد تر ۴۸ درجو پورې هم رسیږي دغه ولایت کله ناکله طوفاني اورښتونه هم لري چې د ویجاړیو اولویو ونو د ماتېدو سبب هم کیږي ، د بیلګې په ډول په ۱۸۸۰م کال یوځل سختوسیلابونواو توپانونود جلال اباد ښارپه تاریخي ډول وران اویجاړکړچې ویجاړتیاوې یې ترډېره کنترول نشوې .سپن غرد ننګرهارله مشهورو او(تاج) غرنو ګڼل کېږي چې دننګرهارپه سهیل ختیځ کې د پیښور له ۴۸ کیلومتری نه پیل او مخ په لودیځ د لوګرترپولو رسیږي ، سپین غر پرته له دې چې د افغانستان له مشهوروتاریخي غرونوڅخه دی بلکې د ننګرهارد اوسېدونکو لپاره ډیرلوړاقتصادي ارزښت هم لري چې دختیځ له لوري د لودیځ په لورد ۱۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي اود ننګرهارولایت او کوزې پښتونخوا د تیرا د سیمې تر منځ د یوه لوړحایل دیوال په توګه دنګه غاړه ولاړدی ، ددغه غره لوړه څوکه د سیکارام په نوم یادیږي چې د بحرله سطحې ۴۷۵۵متره لوړ والۍ لري خو منځنی لوړوالی یې۳۵۰۰ مترو په شاوخوا کې دی په داسې حال کې چې جلال آباد ښارد بحرله سطحې ۵۱۰ متره لوړوالی لري لکه د مخه چې وویل شول دغه غرد اوستا په روایاتو کې د( سپین تا ګوني ګر) په نوم سجل شوی دي ، د سپين غره ځينې څوكې د كال په زياتره موسمونو كې له واورو ډكې وي چې له امله یې د استوګنې سمسور ې درې او ښېرازه ځنګلونه را منځ ته شوې دي ، باندردره ، عبد لاخیل تنګى، پښ تنګى، مامنددره، كوټ دره، هسکه مېنه ، جودره ، غشت دره، پچيرا ګام ، توره بوړه، ګوړوکو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه یې مشهورې درې دي.او همدارنګه ددغه غره د( ۶۷۴۳۰۰) هکتاره په شاوخواکې لمنې د نښتر ٬ لمنځې ٬ ارچې او بلوط ځنګلونو پوښلې دي . تورغرد ننګرهاربل سترغردى، چې له درونټې څخه مخ د لودیځ کابل په لور د۱۵۰ کیلو متره په اوږدوالي غزیدلی دی ددغه غره لوړه څوکه ۴۱۶۷ متره لوړوالى لري خو دغه غرد سپین غر په څیر اقتصادي اهمیت نه لري.
دننګرهار د جغرافیایې موقیعت په زړه کې دکابل لوی سیندهم تیرشوې خوپه زړه پورې اقتصادي ګټه نه ده ترې پورته شوې ځکه یا په دغه سیندیزه حوزه کې ځمکې کمې دی اویا هم چا له دغه حرکت سره مینه نه ده ښودلې یوازې د درونټې داوبو د کانال پواسطه د غازي اباد او هډې د فارمونونویوڅه سرکارې کرنیزې مځکې خړوبېږي ، د کابل له سیند سره د کامې په سیمه کې د کونړ په سیند سربېره د موسمي اوبو یو شمیر نورلوی او واړه سیندونه اوله اوبودک خوړونه هم یوځای کیږي چې د پسرلي په موسم کې د نازیانو او اچین د سیلابي اوبو رودونه اوهمدارنګه په دغه موسم کې د سره رود موسمي اوبه چې دجلال آباد لودیځ پلود سرخرود د پله په برخه کې د کابل له سیند سره یوځای کیږي .دننګرهارپه جغرافیایې موقیعت کې د کابل او پیښورترمنځ لویه تیره شوې ترانزیتي لاره هم د اهمیت او یادولو وړده ځکه دا لاره د ننګرهار په جغرافیایې محدوه کې دڅه باندې ۹۲ کیلومترو په اوږدوالي مخ په لمرخت غزېدلې ده چې ددغه ولایت د اوسېدونکو لپاره په نیغ اوغیرمستقیم ډول د عوایدو زمینه برابره کړې ده ځکه د ورځې په سلګونوپه خوراکې توکواو نورو تخنیکي سامان الاتو بار نقلیه وسیلې له دغه لارې تیریږي او را تیریږي چې ددغه ولایت لپاره لوړګمرکي عواید لری همداراز تورخم د پولې لوی بندرهم ددغه ولایت په اقتصادي اډانه کې مهم رول لري . دغه ولایت د تیروخپل منځي او تپل شویو جګړو په دوران کې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله ډیر زیانمن شو ځکه څوڅو ځله دلته لویې او قوي جګړې ونښتې اوټول صنعتي او کرنیز تاسیسات یې ویجاړشول خو اوس یوځل بیا دغه ولایت په ټولو برخو کې وده او پراختیا موندلې او تر پخوا زیات په اقتصادي لحاظ پر پښو ولاړ دی دم ګړی په ننګرهار کې يو شمير لويې او وړې تولیدي فابريکې فعالیت لري چې په سلګونووګړي پکې کارکوي ، د ماربلو د صیقل څولویې فابریکې د سره رود په ولسوالۍ کې د ۲۰۰۳م کال را پدیخوا فعالیت لري چې د هېواد بېلابېلو سيمو ته ترې دماربل تیږې انتقاليږي، ددې ترڅنګ په دغه ولایت کې د ارمونیې لوښو يوه فابريکه هم موجوده ده، چې دیګ بخارونه اونورګڼ لوښي پکې جوړيږي ، دسره رود ولسوالۍ کې د ريکشاوو څولويې فابريکې هم موجودې دي، چې تراوسه يې سلګونه عرادې ريکشاوې جوړې کړي او لا هم د فعالیت په درشل کې دي ، لنډه داچې په دغه ولایت کې په سلګونو نورې لویې او وړې فابریکې هم فعالیت لري چې د زرګونوبیکاره وګړو لپاره یې د کارزمینه برابره کړې ده .
دطبيعي زېرموله پلوه هم ننګرهاریوغني ولایت دی د ډبرو سكاره، شوكاڼى او د خوګياڼو د مرمرو كانونه یې هم ډېرمشهور دي، چې له څوتېرو كلونو يې داستخراج او پروسس چارې دوام لري . همدارنګه د شينوارو د عبدالاخېلو د مرمرو او شوكاڼي كانونه هم د يادولو وړدي ځکه دلته د خامو موادو پراخه زیرمې موجودې دي ٬ خودریغی چې دغه كانونه په یوه پرمختللي دولتي او معیاري سیستم نه را ویستل کیږي او دغه ښکلې او مرمرینې ډبرې په خپل سري توګه بازار ته عرضه کېږي. د نړۍ په جغرافیا کې د ننګرهارموقیعت د ختيځ طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو ترمنځ واقع دى اود سمندر له سطحې نه ۵۹۹ متره لوړوالي لري اومځکنی پراختیا يې ۷۶۱۶ كيلومتره مربع ده اوددولت په اداري تشکیلاتوکې دغه ولایت د جلال اباد د ښاروالۍ په ګډون په ۲۱ اداري واحدونو (ولسوالیو) ویشل کیږي چې په ترتیب سره د سره رود ٬ حصارک، اچين، لعلپوره ،بټي کوټ، چپرهار، ښېوه، هسکه مينه، خوګياڼي، شېرزاد، پچير اګام، کوټ، نازيان، غني خېل، ګوشته، مومندره ، بهسود، ، دره نور، دوربابا، رودات او کا مې له ولسوالیو څخه عبارت دي دغه ولایت څه کم دری زره لویې وړې قریې لري خو د نفوسو د تراکم له پلوه یو ګڼ میشته ولایت بلل کیږی .
ننګرهار د هېواد د نورو ولایاتو په څیر بې شمیره ملي او سیاسي شخصیتونه لري چې د ټولو نومیالیو سجل یې له توان نه لوړ کار دی خو زموږ له نظره ددغه ولایت تکړه او خدمتګار مشاهیر وزيرمحمدګل خان مومند، صديق الله ريښتين، قيام الدين خادم، موسى شفيق، اخوند دروېزه، ميا فقيرالله جلال ابادي، مولوي محمد ابراهيم کاموي، برهان الدين کوشککي،عبدالرحمان پژواک،عبدالله بختانى خدمتګار، مجاور احمد زيار، قاري برکت الله سليم، او دوست شينوارى ګڼلی شو.دننګرهارپه ولایت کې تر اوسه د لوړو زده کړو د موسساتو او پوهنتون په شمول ٨٥٥ تعليمې او تحصلي موسسې فعاليت لري، د ننګرهار د طب پوهنځی ۶۰ کلنه سابقه لري خو اوس دلته یو فعال پوهنتون چې ديارلس پوهنځي لري اوپه زرګونه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي شتون لری. دزده کړو ترڅنګ د ننګرهار وګړي فطرتا شاعر مزاجه دي او شعري قریحه یې تل د ننګرهار شاعرانه چاپیریال ژوندی ساتلې ده نو له همدې امله په ننګرهار کې د ۵۰ کالو را په دیخوا هرکال د څړموني په موسم کې د نارنج ګل دوديزه مشاعره او ميله ترسره کيږي چې ورته مشاعرې د هېواد په یوشمیر نورو ولاياتونوکې هم له ننګرهار نه الهام شوې چې اوس په وردګو کې د مڼې ګل ٬ په لوګر د سنځلې ګل او قندهار کې د انار ګل دودیزې مشاعرې ترسره کیږي ننګرهارژمی اوړی یوسمسوراوشین بنګ ولایت دی نوځګه ډیر وګړي یې د امکاناتو د شتون له امله په کرنه اومالدارۍ بوخت دي چې په دې توګه د غلو دانو پریمانه محصولات ترلاسه کوي چې اکثرا د ژمي په موسم کې د کابل ښارد اړتیا وړسابه لکه روميان، شنه پياز، تورۍ ، بنډۍ، کدو، ګلپي، مولۍ او بادرنګ، له ننګرهارنه راځي په ننګرهارکې د بریښنا د تولید لوی بند ددرونټې بند دی چې شاوخوا درې مېګاواټه برېښنا توليد وي او لکه د مخه چې وویل شول د غازي اباد او هډې په فارمونو له همدې درونټې نه اوبه ورتړل شوې دي . دننګرهاردوګړو د شمیرې په اړه موږ کوم تخمیني رقم نشو ټاکلای او بل څوک هم که دغه تخمیني رقم ټاکي نوله کلکې تیروتنې سره به مخ وي ځکه چې د وګړو شمیره په وروستیوپنځوسوکالو کې په ټول هېواد کې څوبرابره لوړه شوې ده .

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *