مقالی اوتبصرې

د ښې حکومتولۍ لپاره عملي ګامونه پورته شوي

ښکاره خبره ده،چې د خپلواکو هېوادونو وګړي په خپلو کې د عقیدې له لحاظه ځانته ځانګړنې لري، له دې امله په خپلو ټولو وضع شویو قوانینو کې هغه څه را نغاړي،چې د هغوی د باور او منلو وړ وي.
هېڅ هېواد حق نه لري،چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او د هغوی لپاره فرمایشي قوانین او کړنلارې ور په ګوته کړي او یا د دولتي چارو په سمبالښت کې ورته لارښوونه وکړي. همدا وجهه ده چې هېوادونه د خپلو خلکو د عقیدې او ارزښتونو له مخې خپلې کورنۍ او بهرنۍ چارې سمبالوي او نه پرېږدي چې خپل ملي او عقیدتي ارزښتونه له لاسه ورکړي. افغانان تل د تاریخ په اوږدو کې د یوه مسلمان هېواد په توګه د خپلو اسلامي ارزښتونو د دفاع او ساتنې په خاطر بې شمېره قرباني ورکړي، هېچا ته یې د دې اجازه نه ده ورکړې چې د افغان مجاهد او مسلمان ولس اسلامي اصولو او ارزښتونو ته په سپکه وګوري.
ښه به وي چې لاسوهونکې او تېري کوونکي هېوادونه د خپلو ناوړو موخو د رواجولو او پلې کولو په خاطر د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لاس واخلي،ځکه په نړۍ کې د جغرافیایي جوړښت راهيسې هر هېواد د ټولنیز ژوند په خاطر د خپلو خلکو په خوښه توانېدلي چې ملي ګټې خوندي وساتي او د پرمختګ او هوساینې لپاره لاره هواره کړي. افغان مجاهد ولس په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره سرښندونکې مبارزه کړې او هڅه کوي چې د یوه مسلمان هېواد په توګه خپلې ورځنۍ چارې د اسلامي اصولو او قوانینو له مخې سمبال کړي.
پوهېږو چې اشغالګر لوبي غوښتونکي هېوادونه خپلو ناوړه او شومو تبلیغاتو ته ادامه ورکړي او د خپلو تالي څټو په وسیله هر څه یې چې په وس پوره وي نه درېغوي. ځکه د کفري هېوادونو کړه وړه زموږ د اسلامي ارزښتونو له کړو، وړو سره اړخ نه لګوي، غواړي چې د اسلامي امارت پر وړاندې د ستونزو را پیدا کېدو لپاره تبلیغاتي کمپاین ته ادامه ورکړي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو په خاطر هر ډول هڅې نه درېغوي. اشغالګر ځواکونه د خپلې ناوړې او شرمناکې ماتې وروسته د اسلامي امارت د هر پرمختیایي ګام په پورته کېدو، نیو کې کوي او د اسلامي امارت لپاره په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډونه پیدا کوي او د بندیزونو لمن پراخوي خو اشغالګر هېوادونه او ترڅنګ یې هغه کړۍ چې د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنې او تبلغیات ترسره کوي تر دې دمه هېڅ ډول لاسته راوړنه نه لري، ځکه افغانان هره ستونزه زغمي خو د اسلامي ارزښتونو څخه سر غړونکې نه قبلوي. همدا وجه ده چې په تېرو شلو کلونو کې یې په پوره پیمانه زیانونه وزغمل،خو د خپلو اسلامي ارزښتونو څخه په شا نه شول. اوس که کفري نړۍ هر څومره د اسلامي امارت په وړاندې تبلیغاتو ته ادامه ورکړي،بیا به هم اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو پلې کېدو ته ادامه ورکړي ترڅو په هېواد کې د اسلامي نظام د لاټینګښت لپاره د شهید شویو مجاهدینو ارمانونه پوره شي. همدا اوس په هېواد کې د اسلامي نظام په راتګ سره په دولتي ادارو کې سمسمکي رامنځ ته شوی او هغه ناخوالې چې د اسلامي اصولو سره به یې اړخ نه لګاوه له منځه تللې دي. دغه راز اسلامي امارت وکولای شول په هېواد کې د قدرت فرعوني جزیرې له منځه یوسي او د غاصبینو ټغر ورټول کړي.رشوت اخیستل او ورکول بند شوي او د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې روانې دي، د ټولنیز ژوند د اسانتیاوو لپاره ګړندي او عملي ګامونه پورته شوي ،که اشغالګر هېوادونه له ناوړو تبلیغاتو لاس واخلي،نو په هېواد کې به ستراتېژیکي پروژې تطبیق او لاس ته راوړنې به یې د هېوادوالو په هوساینه کې مرسته وکړي. هغه هېوادونه چې په نړیواله کچه د اسلامي امارت پر وړاندې ستونزې جوړوي، له توپيري چلنده دې لاس واخلي، پرېږدی چې افغانان په خپلو زخمونو د مرهم پټۍ ولګوي. افغانان د یوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه حق لري چې په هېواد کې په خپله خوښه د خپلو خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره اسلامي اصول تطبیق او د هميشنۍ سولې د رامنځ ته کېدو لپاره له هرې ممکنې لارې کارواخلي ترڅو په هوساینه کې ژوند وکړي.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *