اقتصاد او رغونه

د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د یوه نښلوونکي سړک چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ ویلي چې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې یې د یوه نښلوونکي سړک چار پیل کړي دي.

دولسمې ناحیې  د ۱۳م، ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، د ځینو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا بیاځلې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره دغه سړک ۲۸۶۰ متره اوږدوالى او ۴۰ متره سور لري، چې، د لښتیو، پلولارو، د بايسکل چلولو کرښو او نورو جزئياتو په ګډون به د روان کال په بهیر کې بشپړ شي. مسوولین وایي، د دغه سړک ١٢٠٠ متره برخه قیر ته چمتو شوې او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې یې روانې
دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button