افغانستان

د کابل –  انقرې  اړیکې پراختیا مومي

د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د (اسلامي نړۍ د علماوو د غونډې) په ترڅ کې د  ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي دي.اردوغان افغانستان کې د اوسني امنیت پر ټینګښت خوښي ښودلې ده. شیخ ثاقب له ترکیې هېواده ددې غونډې د جوړېدو په مناسبت مننه وکړه. د ارشاد، حج او اوقاقو وزیر زیاته کړې چېافغانستان د ترکیې له ورور هېواد سره ښې او پرمخ تللي اړیکې غواړي او له تاسو تمه کیږي چې د اسلامي امت د ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوئ.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې افغان پلاوی د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په ملتیا څو ورځې وړاندې استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي غونډې په پار ترکیې ته تللی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button