
د کابل او تهران ترمنځ مسايل په هغه حد کې نه دي چې کړکېچ رامنځته کړي
پوله یو رسمی قانون او تړون دی باید د هغه درناوی وشي، هره سرحدی ستونزه حللاره لري د پلمو لټول د مسئلو د حل منطقي لاره نه ده. د باختراژانس مبصرلیکي: د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو سرحدي ځواکونو نښته وکړه که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې د دې نښتې عامل څه و، خو د اسلامي امارت سرحدي ځواکونه د ایران پوله ساتي ځواکونه د دې جګړې د پیل عامل بولي. داسې خبرونه هم شته چې ایراني پوله ساتو پر پوله د نویو نښو د لګولو په لټه کې و او په ځینو سیمو کې یې د استحکاماتو د جوړولو قصد درلود چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول چې په پایله کې یې وسله واله نښته رامنځته شوه. که څه هم رسمي سرچینو د نښتې د لامل په باب څه نه دي ویلي، خو د سیمې د شاهدانو او اوسېدونکو څرګندونې ښيي، چې ایراني ځواکونه د یوې پېښې په رامنځته کولو سره، د افغان پوله ساتو حساسیت را وپاراوه. له بده مرغه دا باورونه د افغانانو په منځ کې ورځ تر بلې پياوړي کېږي، له هلمند سینده د ايران د اوبو د حقابې په اړه له شورماشور وروسته د ايرانيانو پلمې هم زياتې شوې، هيله ده چې دا څرګندونې يوازې د یوې فرضيې او ګومان په حد کې وي او واقعیت ونه لري.
دواړه ملتونه باید هوښیار و اوسي او ومني چې د استعمارګرو دسیسې دوام لري که دا دسیسې خپل ځای پیدا کړي د سیمې لپاره به ویجاړونکی وي. هر ناسنجول شوی عمل، د دواړو هېوادونو د ارزښتونو او ګټو خلاف عمل خطرناکې پايلې لري، نو لازمه ده چې زموږ هر اقدام او حرکت معقول وي او د دواړو لورو ګټو ته درناوی ولري. د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له نظره، د افغانستان او ایران ترمنځ مسایل په دې حد کې نه دي چې د کړکېچ د رامنځته کولو سبب شي او دا ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کېدای شي. اسلامي امارت د مسائلو حل ته د تفاهم او خبرو اترو له نظره ګوري او له ايراني وروڼو څخه هم همدا تمه لري.