
د کابل قرهباغ کې د برښنایي تذکرو وېش څانګه پرانیستل شوه
د احصایي او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د کابل ولایت په قرهباغ ولسوالي کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه، په دغه مراسمو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د انسجام رییس، د قرهباغ ولسوالۍ مسوولینو، قومي مشرانو او د دې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو ګډون کړی و.د قرهباغ د ولسوال مرستیال محمد عظیم د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه کړې، چې په دې ولسوالۍ کې یې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله.نوموړي همدارنګه ډاډ څرګند کړی، چې دوي هڅه کوي دې ته ورته نورې اسانتیاوې هم د قرهباغ ولسونو لپاره رامنځته کړي. ښاغلي محمد عظیم همدارنګه له خلکو غوښتي، چې په دې ولسوالۍ کې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.د احصایي او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د انسجام رییس قاري حسیب الله خلیلي د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو اړوند معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې یادې ادارې په ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د پرانیستو پر دوام د کابل په قرهباغ ولسوالي کې د خلکو د اسانتیاوو لپاره دا څانګه پرانیستله او دا لړۍ به دوام لري.ښاغلي خلیلي د دې وېش څانګې د جوړېدو په برخه کې د قرهباغ ولسوالۍ اړوند چارواکو څخه په مننې ویلي، چې دا څانګه به د کوهدامن د اووه ګونو ولسوالیو (کلکان، استالف، شکردرې، ګل درې، میربچه کوټ، فرزې او قره باغ) خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.د قرهباغ د ولسي شورا رییس حاجي حمدالله اخندزاده په دې ولسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې په پرانیستو خوښي څرګنده کړه، زیاته کړې یې ده: “د دې وېش څانګې لپاره ډېر مهم ځای ټاکل شوی قرهباغ ولسوالي د کابل ولایت یوه له پر نفوسه ولسوالیو څخه ده او ټول ولسونه په دې برخه کې ان شاء الله همکار یو.” په قرهباغ کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې عمومي مدیر محمد هاشم هوتک ویلي؛ دا چې دا ولسونه د الکترونیکي تذکرو د اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ و د دې وېش څانګې په پرانیستو سره د شاوخوا سېمو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې دې څانګې ته په راتلو سره خپلې الکترونیکي تذکرې په اسانۍ سره ترلاسه کولای شي.د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.