افغانستان

د کابل په دهمزنګ کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د دریمې ناحیې لومړي ګذر اړوند، د دهمزنګ په غرنۍ ( د اوبو مخزن) په سیمه کې د فرعي سړک جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګروملتونو د پروژوي دفتر ( UNOPS) په مالي مرسته پیل شوې ده.د دریمې ناحیې رئیس قاري قدرت الله امین وویل د یادې پروژې د پيل په مراسمو کې وویل چې د دغه سړک له جوړېدو سربېره،
چې ۱۹۵ متره اوږدوالی او ۴،۵ متره پلنوالی لري، د ۷۰ مترو په اوږدوالي او ۱،۸ مترو پلنوالي سره د اوبو یو لښتی هم په پام کې نیول شوی، چې د ۶ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک په جوړېدو سره له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري آسانتیاوې رامنځته کیږي او بل خوا د دې پروژې په پلي کېدو سره یو شمېر ښاریانو په تېره د سیمې اوسیدونکو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *