
د کابل ۱۰ څلور لارې په څراغونو ښکلې شوې
د ترافیکو د عمومي ریاست له لوري د پلازمینې کابل ښار په ۱۰ څلور لارو کې نصف شوي ترافيکي څراغونه د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شول، غونډه پرون د احمدشاه بابا مینې په لومړۍ څلورلارې کې جوړه شوې وه، په ياده غونډه د کورنیو چارو وزارت د ریس ارکان عبدالرحیم احمد،دترافیکو ریاست مسولینو او د رسنیو استازو ګډون درلود. په دې اړه ښاغلي احمد ويلي،ډېر د خوښۍ ځای دی ،چې د ترافیکي څراغونو پرانيستې غونډه کې ګډون کوو،په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې ۵۶ سګنالونه په ټول هېواد کې په هغه څلورلارو کې د یوې میاشتې په موده کې فعال شي چې زیات اړتیاو ورته لیدل کېده او کابل ښارکې ۲۶ هغه ترافیکي څراغونه چې غیر فعال وو،دترمیم چارې يې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.احمد زیاته کړه : مخکې په نوموړي څلورو لارو کې ترافیکي پېښي زیاتې کېدلې او ترافیک پولیس به له زیاتو ستړیاوو سره مخ وو،دترافیکي سګنالونو له نصبولو سره هېوادوالو ته په لسو څلور لارو کې ډېر سهولتونه رامنځ شي.نوموړي زیاته کړه : په ۵۶ ترافیکي سګنالونو ۵۶مېلیونه افغانۍ لګښت راځي،چې د کورنیوچارو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.هغه لس څلورلارې چې په ترافیکي نښو سمبال شوې،د احمدشاه بابا اول څلور لارې طی مسکن،پروان سه،حصه یي اول،کارته پروان،سرای غزني ،پل سرخ،کابل پوهنتون، شاه شهید،تهیه مسکن او داودخان څلورلارې دي،کله چې بریښنا نه وي دلمریزې برښنا سیستم هم ورته په پلان کې نیول شوي دي.همداشان د ترافیکي نښو نصبول د افغانستان د برښنا شرکت او ښاروالیو سره تفاهم له مخې وړاندې کېږي. دا مهال دکابل په ښار کښې ۹۹ څلورلارې شتون لري او په پلان کې لرو چې ټولې څلور لارې په ترافیکي نښو سمبال کړو.د کابل ښار د تنظیم امر وایي : هغه ترافيکي نښې نښانې چې نقليه وسایط يو مشخص ځای ته د ورتللو او داخلېدلو څخه منع کوي.له ټولو هېوادوالو څخه هيله کېږي چې له دغه نښو نښانو سره ځانونه بلد او په عملي ډول ګټه ترې پورته کړي.هغه په ټولو ښاریانو غږ وکړچې د ترافيکي نظم کې له ترافيکي پوليسو سره مرسته وکړئ. نوموړي زباته کړه ، هغه موټر چلوونکي چې ترافیکي نښې نښانې نه مراعت کوي ،موټر به یې نیول کېږي او اسناد به ترې اخیستل کېږي اونوموړي شخص به کورس ته ورپېژندل کېږي.بل لورته د کابل ښار یو تن اوسېدونکي حضرت ګل وایي،کوم اقدام چې د کورنیو چارووزارت لخواپه څلور لارو کې سګنالونه نصبېږي ښه اقدام دی،نوموړي زیاته کړه زما غوښتنه د اسلامي امارت څخه دا ده چې دکابل ښار په ټولو څلورلارو کې ترافیکي سګنالونه نصب کړي، ترڅو د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.
سمیع الله مومند- اطلاعات