
افغانستان
د کابینې پرېکړه د لویو لارو په اوږدو کې جوماتونه جوړيږي
د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په ۲۹مه غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د لویو لارو په هر سل کیلو متري کې د مېرمنو او نارینهوو لپاره جوماتونه جوړ کړي. دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشري یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې کابل ښار کې د جوماتونو د جوړولو لپاره مناسب ځایونه وټاکي او د کابینې له راتلونکې غونډې سره یې شریک کړي.