
د کابینې په غونډه کې د برښنا د بیو د کمولو په اړه بحث وشو
د اسلامی امارت د کابینې په غونډه کې د نورو پرېکړو او تصمیمونو ترڅنګ د برېښنا ضایعاتو د سلنې کمولو، د معاشونو کنټرول، اړوندو هېوادونو سره د مفاهمې له لارې د برېښنا د بیې کمولو او تعرفې اړوند یو پلاوي ته مسوولیت سپارل شوی دی. دا پلاوی چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ ټاکل شوی، د سیمو، منابعو او یا هم د برېښنا د استعمال د کچې له مخې د برېښنا تعرفې د تفاوت د جواز او نه جواز اړوند له مرکزي دارالافتاء ګمارل شوی دی. دې ناسته کې همدارنګه د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازیو په ګډون پلاوي ته، په تېره اداره کې د امنيتي پوستو او بېسونو لپاره نیول شویو شخصي یا امارتي ځمکو اړوند دنده وسپارل شوه، چې په تفصیلي راپور کې يې تفکیک، په نښه او د تصمیم لپاره کابینې ته وړاندې کړي.