لیکنېمقالی اوتبصرې

د کارګر نړیواله ورځ

اسلام په سپېڅلي دين کې د کار او کارګر اصول واضح بیان شوي، څه غموض نشته پکې، ولې لویدیځه نړۍ تر ۱۸۸۶ز پورې د کار او کارګر له اصولو او قوانینو څخه بې برخې وه. او په دې اړه یې سم صحیح اصول نه لرل او لا تراوسه هم د اسلام غوندې قوانین نه لري.
له نن څخه ۱۳۷ کاله وړاندې د امریکا په شیکاګو کې کارګران راغونډ شول او د خپلو حقوقو غوښتلو په اړه یې مظاهرې او لاریونونه پيل کړل، دا هغه مهال و چې په لویدیځه نړۍ کې صنعتي انقلاب راغلی و، ولې د کارګرو لپاره یې له خان سره کوم ښه زېری او ارمغان نه درلود، نو ځکه دوی هم په لاریونونو او اعتصابونو لاس پورې کړ. او د ۱۸۸۶ز د می په پيل کې یې په ورځ کې د ۸ ساعته کار کولو مطالبه وکړه، ولې د حکومت لخوا ځواب منفي و، د همدې کال د می په دریمه نېټه په احتجاجي غونډه برید وشو او څلور مزدوران په کې ووژل شول، نو دوی هم په (HEY MARKET SQUARE) کې راغونډ شول، پولیسو او امنیتي چارواکو د د دوی (کارګرو) د ایسارولو لپاره پر هغوی تشدد وکړ او په دې وخت کې بمي چاودنه وشوه او د پولیسو یو صاحب منصب په کې ووژل شول.
د صاحب منصب له وژل کېدا وروسته پولیسو پر تش لاسو مظاهرینو بریدونه کول او په دې ټس کې یې په درجنونو کارګران ووژل شول او ګڼ شمېر ټپيان شول. پانګه والو (د سرکار په مرسته) د دوی ډېر مشران ونیول او په دار یې وځړول، سره له دې چې پانګه والو د هغوی خلاف کوم ثبوت هم نه درلود، چې هغوی په دې پېښو کې ککړ وي. د کارګرانو مشر وویل: زموږ ککرۍ به ختمې کړئ، خو زموږ غږ نشی غلی کولی.
هو! د دې زیار او زحمت په پایله کې په ټوله نړۍ کې د کارګرو د کار موده ۸ ساعته وټاکل شوه. کارګر خپلې خولې بهوي، لاس تڼاکې کوي او د شتمنو کورونه ودانوي، د هغوی لپاره د هوساینې او سوکالۍ اسباب برابروي. د می میاشتې لومړۍ ورځ د کارګرو د ورځې په نوم نومول شوې، په دې ورځ د حکومتونو غونډې او جلسې جوړوي، له مبالغو ډک تقریرونه او ویناوې کوي، د دروغو ژمنې او وعدې کوي، ولې په حقیقت کې هیڅ هم نه وي، ځکه کارګر په همدې ورځ هم په خورا بېړه خپل کارځای ته منډې وهي، څو یې په کار کې خلل او خنډ را نه شي!!
په اسلام کې د کارګر او مزدور حقوق د لمر غوندې روښانه د يو رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: «أعطوا الأجیر اجره قبل أن یجف عرقه.» ابن ماجه ژباړه: د اجیر او مزدور مزدوري د هغه له خولو وچېدو مخکې ورکړئ.
هو! د کارګر او مزدور حقوق روښانه دي، خوظالمان مظلومو کارګرو ته هغوی مزدوري، حقوق او امتیازات په سم ډول نه ورکوي او بل دا چې له ۴۵ کلونو راهیسې زموږ هېواد ته هم د دروغجنو مرتدو کمونیستانو لخوا د بدمرغۍ سېلاب راغلی او د هېواد لوی او واړه کارګر مو ډېر ستونزمن ژوند تېروي. ډېر داسې کارګران شته، چې په خپل کار کولو کې پوه او مهارت لري؛ خو څوک یې د عمر ډېروالي (زړښت) او یا د وړوکوالي له امله کار ته نه بیایي، نو هغه د ډېر عمر والا او د کم سن خاوندان مایوسه او ناهیلي تش لاس کور ته ستنېږي. او د نړۍ ټول حکومتونه دا مسؤلیت او مکلفیت لري، چې د خپلو هېوادونو د کارګرانو لپاره کارونه پيداکړي او له بېکارۍ یې د تل لپاره وژغوري.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *