مقالی اوتبصرې

د کار اھل چاته وایي؟

اسلامي امارت د ډاکتر قلندر عباد پر ځای مولوي نور جلال د عامې روغتیا وزیر وټاکه.
لومړ‎ی یې رنځپوہ طبیب دی، دویم یې نه دی.
آیا کار یې و اھل ته وسپارل شو؟
راځئ! دې پوښتنې ته تر ځواب ویلو مخکې د پرمختللې نړ‎ۍ تعامل د دا شان مسائلو سرہ وگورو.
ویکټوریا اټکنس ( Victoria Atkins ) د پارلمان وکیله او د انگلستان د عامې روغتیا برحاله وزیرہ دہ. تر دې مخکې د مالیې او تر ھغې وړ‎اندې د عدلیې وزیرہ وہ. ھغې قانون لوستی او یو څه مودہ یې د انگلستان په محاکمو کې د مدافع وکیلې په توگه دندہ اجرا کړ‎ې.
‏( Mansukh Laxmanbhai Ma) مُکیش لکمنبھائی د ھند د روغتیا وزیر د زراعت پوھنځۍ لوستې او بیا یې په سیاسي علومو کې دکتورا اخیستې.
ھاویر بسیرا ( Xavier Becerra ) د جو بایډن په کابینه کې د عامې روغتیا وزیر دی.
تر دې وړ‎اندې د امریکا د کالیفورنیا ایالت لوی څارنوال و. ھغه ھسپانوي نژاد امریکایي قانونپوہ دی.لوړ‎ې زدہ کړ‎ې یې ھم د حقوقو په برخه کې تر سرہ کړ‎ي.
کترین واټرین ( Catherine Vautrin ) د فرانسې د عامې روغتیا وزیرہ دہ. ھغه تر اوسنۍ ټاکنې وړ‎اندې د ښځو د حقوقو وزیرہ وہ. ھغې خپلې لوړ‎ې زدہ کړ‎ې د سوداگرۍ قانون کې سر ته رسولي.
که برہ ذکر شویو بیلگو ته ځیر شو نو و به وینو د ھیڅ پر مختللي ھیواد د صحت وزیر د طب ډاکتر نه دی، إلا ماشاء الله!
کار و د ھغه اھل ته سپارل ھیڅکله دا مانا نه لري چې د روغتیا وزیر، ریس یا بل کوم چارواکی دې د طب ډاکتر وي، د دفاع وزیر دې فوځي وي، د زراعت وزیر دې د زراعت متخصص وي، د مخابراتو وزیر دې انجنیر یا کمپیوتر پوہ وي او ھمداسې نور.
د کابینې وزیران، د سترو ریاستونو ریسان، د حساسو ادارو مدیران او نور لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي تل خپلو نظامونو، سیاسي پارټیو او حکومتونو ته ژمن سیاسي خلک وي چې مربوطه  ارگانونو ته د خپل سیاسي او ایډیالوژیک اند له مخې لیدلوری یا وژن تعینوي تر څو د ولس خدمت وکړ‎ي.
ھوښیار حکومتونه ھیڅکله خپل مسلکي
کدرونه په اداري پوستونو نه مصروفوي.
یو متخصص ډاکتر باید په روغتون کې د معالجې په چارو بوخت وي، نه د روغتیا ریاست پر مدیریت !!
کار او اھل یې: قرانکریم مسلمانانو ته امر کوي چې کارونه اھل خلکو ته وسپاري:
سورت النساء ، خو که د الله عزوجل له دې امر څخه سرغړ‎ونه وشي، نتیجه به یې څه وي؟
ځواب یې په دې مبارک حدیث کې موندلای شو. پیغمبر علیه السلام فرمایي:
( ھغه خلک دې د قیامت انتظار وکړ‎ي چې کارونه نا اھلو ته سپاري).رواه البخاری
تیرې ادارې کارونه نا اھلو ته سپارلي و نو قیامت پر راغی!
سرہ له دې چې د پورته ذکر شوي مبارک آیت شان نزول د کعبې شریفې د کیلي په اړ‎ہ دی چې د عثمان بن طلحه په قبضه کې وہ، خو حکم یې عام دی او ټول کارونه،  دنیوي او اخروي، پخپله ځولۍ کې را نغاړ‎ي.
د ابن حجر، ملا علي قاري، ابن باز او نورو سترو علمای کرامو رحمھم الله تعالیٰ اجمعین په نزد په پورته ذکر شوي حدیث کې د کارونو څخه مراد دولتي دندې دي.
د اھلِ کار اوسنی تصور:
کار د ھغه اھل ته د سپارلو اوسنی تصور زموږ‎ سرونو ته د غرب څخه راغلی او غلط تزریق شوی!
زموږ‎ ډیری په دې اند دي چې د صحت وزیر باید خامخا ډاکتر، د دفاع وزیر، فوځي، د اوبو او بریښنا وزیر انجنیر او ھمداسې د نورو مسلکي ارگانونو مدیران د ھماغو برخو متخصص افراد وي.
غرب پخپله دا کار نه کوي خو موږ‎ ورته ھڅوي.
که موږ‎ د غربي ھیوادونو د صحت، دفاع، زراعت، تیکنالوجۍ او نورو مسلکي برخو برحاله وزیرانو ته ځیر شو، یو یې ھم د طب ډاکتر، فوځي، د زراعت متخصص، انجنیر یا د بل اړ‎وند مسلک متخصص نه دی.
ھمدا رنگ د ټول شموله مسئله ھم دہ.
ھیڅ غربي حکومت خپل سیاسي مخالف د ځان سرہ په واک کې نه شریکوي خو موږ‎ ته یې سپارښتنه کوي.
وزارتونه، ریاستونه، او د نورو لوړ‎و ارگانونو  مدیریتونه سیاسي/اداري پوستونه دي چې که پرې متخصص کدرونه بوخت کړ‎و نو بیا به مو کار د ھغه اھل ته نه وي سپارلی بلکې خپل مسلکي کدر به مو په نامناسب ځای کې مصروف کړ‎ی وي!
د ماشومانو متخصص طبیب باید په روغتون کې د ناروغو ماشومانو پر درملنه بوخت وي نه د کوم مدیریت یا ریاست پر مخته بیونه و ھلُمّ جرا !
د کار اھل څوک دی؟ ھغه چې د ورسپارل شوې دندې د اجراء وړ‎تیا ولري.
د کار اھل باید ځینې مواصفات ولري چې مھم یې دا لاندې درې دي:
۱- مسلکي وړ‎تیا تر ټولو مھم شرط دی؛ یو جراح ډاکتر نشي کولای د قانونپوہ دندہ اجراء کړ‎ي او نه یو قانونپوہ په روغتون کې د جراحي عمل د ترسرہ کولو وړ‎تیا لري.
که یو څوک په کوم روغتون کې د ډاکتر په توگه مقرریږ‎ي نو باید په طبي برخه کې یې زدہ کړ‎ې، کړ‎ي وي، او ھمداسې نور ھم.
خو یواځې مسلکیتوب ھم څوک د کار اھل نه گرځوي تر څو دا دوہ لاندې شرائط پورہ شوي نه وي.
۲- ژمنتیا دا ھم یو ډیر مھم اصل دی.
داسې کسان چې حکومت او نظام ته وفادار نه وي، یا د بل چا نظام او حکومت ته  وفادار وي او گټې یې په بل چا پورې تړ‎لې وي، د کار اھل نه گڼل کیږ‎ي، باید په سترو او حساسو دندو و نه گومارل شي.
د اشغال پر مھال د غرب څخه ډیر پر نیکټایانو مُزّیَن د لوړ‎و زدہ کړ‎و خاوندان راغلي و، خو تر خپل نظام زیات ھغو غربي ھیوادونو ته وفادار ول چې دوی ترې راغلي و, نو ځکه یې ھیواد او ولس ته ھیڅ خدمت ونکړ‎ای شو.
۳- سپیڅلتیا په دې مانا چې په لوړ‎و پوستونو د تقرر او کار اھل ھغه و گڼل شي چې د مالي، اداري، اخلاقي او نورو فسادونو ریکارډ و نه لري.
د غني او عبد الله په پنځوس/پنځوس حکومت کې ځینې داسې د گوتو په شمیر کسان ھم و چې لوړ‎ تحصیلیافته او حکومت ته وفادار ول، خو چا یې اخلاقي دوسیې لرلې چا مالي او څوک د فساد په نورو ډولونو ککړ‎ ول، نو ځکه بریالي نه و.
پایله که وغواړ‎و مالومه کړ‎و اوسنی د عامې روغتیا وزیر د ورسپارل شوې دندې اھل دی که نه؟  او بیا یې د برہ ذکر شویو درې مواصفاتو  په ترازو کې واچوو،  نو بیا په ځغردہ وویلای شو: ھو، کار و د ھغه اھل ته سپارل شوی.
ځکه، د وزارت رھبري کول، اداري وړ‎تیا او واضح سیاسي لیدلوری غواړ‎ي. مولوي نور جلال دا وړ‎تیا او تجربه لري، په دوحه کې د یارانو د سیاسي ټیم غړ‎ی پاته شوی او ھمداراز تر فتحې مخکې او را وروسته یې د ام ا رت په لوړ‎و اداري پوستونو کار کړ‎ی چې آخري یې د کورنیو چارو وزارت اداري معینیت و.
نظام سرہ د ژمنتیا اوږ‎دہ سابقه لري. د دې نظام د سرلوړ‎ی لپارہ یې وینه او مینه ورکړ‎ې او تر اوسه پرې د فساد او اختلاس کوم تور ھم نشته.
خوشال بابا وایي:

 ښه خو دا چې یې ښه نوم پکې یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک

حفیظ الدین پیرزادہ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button