ټولنه اوکلتور

د کار خلک تر سخت فشار لاندې وي

ځینې به دا فکر کوي چې ګني د کار خلک به نو ښه آرام وي آسوده به وي ! خو نه او داسې نه ده؛ د کار خلک تل تر فشارو لاندې وي.

ځینې به دا فکر کوي چې ګني د کار خلک به نو ښه آرام وي آسوده به وي ! خو نه او داسې نه ده؛ د کار خلک تل تر فشارو لاندې وي.
د کار خلک؛ یانې همغه اهل کار خلک.
د کار سړی داسې مثال لري؛ لکه دی چې سندان وي او کار یې څټک ، یا دی څټک فرض کړو او کار یې سندان؛ په هر حال…په دواړو حالو کې اهل کار خلک له ضرباتو او ټکرونو سره لاس او ګرېوان وي.
هغه ونه به مو له لیرې ښه لیدلې وي چې ماشومان یې په ډبرو ولي! خو چې کله نږدې ورشې نو خامخا به له مېوې ډکه وي.
مانا دا چې یوازې هغه ونې په تیږو ویشتل کیږي، په کومو کې چې مېوه وي، نه هغه چې تشې تورې ولاړې دي.
نر توت به د لښتو له امله پېژنئ! (ګواکي فقط وهل کوي) نوره ګټه خو یې ما منې که لیدلې وي.
مطلب د کار سړي، د خبرو سړي او د فکر سړي تل تر فشارونو او سختو ګذارونو لاندې وي.
زموږ ځینې هېوادوال او زموږ ټولنه له فکري اړخه سخت خوار دي! دلته چې یو کس پورته کیږي بل تکیه نه ورکوي (چې له لوېدلو یې وژغوري) بلکې لا یې تر پښو لاندې ځای کني.
ګورئ! هویښیار خلک ترې مستثنی دي! دلته چې هر سړی خدمت ته لږه ملا وتړي، نو تر ټولو مخکې یې خپلوان او ملګري سوټي پسې را اخلي (هسې خلک وایي چې: خپلوان او ملګري…) دلته تل د خپلوانو او ملګرو له خوا کارونه خراب شوي دي.
ګوره! که دې دلته سر څوړ ونیو او غوږونه ځوړند ، نو تر تا بل ښه نشته او که دې چاته وویل چې: مه! بیا به نو د کثافاتو ټول خالي بوتل درپسې تړي.
مشرانو ته پکار ده چې په ځینو مواردو کې څه تحقیق خو کوي که نه ! دلته چې د خائن مخه نیسې نو همغه خائن دنیا خنډونه درته جوړولی شي؛ ځکه چې په دغې زماني مقطع کې ځان مظلوم ګڼي او تا جابر.
دا ټولنه کلونه وخت غواړي چې اصلاح شي؛ ځکه چې کلونه کلونه یې په بې قانونیو کې ژوند کړی.
په حکومتولۍ کې چې له خائنانو سره جوړجاړی ونکړې خامخا زاړه ټیمان درپسې تړي.
موږ ته تعاملي نظام سخت تاوان وکړ! په باربار ما دا خبره کړې هم ده؛ چې تعاملي نظام به موږ ډېر ژر کندو ته کوز کړي.
موږ باید د فساد جرړې په حکمت سره ایستلې وای، که موږ مخکې له مخکې د ښې حکومتولۍ اراده لرلی او همغه وخت مو د سیستم د جوړولو تر څنګ کارمندان هم روزلي وای، نو نن به داسې خوار زار نه وو چې په هر خیرن پسې کاغذونه ځغلوو.
موږ باید خپل سیستم او خپل اهل کارمندان لرلی، خو افسوس چې دا کار مو له لاسه ووت، اوس چې فاسد عناصر تعقیبوو، نو خامخا به تهدیدیږو هم؛ ځکه چې هغوی په تېر یوه کال کې دلته سمې پخې ریښې وځغلولې، نو له همدې امله مو اوس سم زور نه ورته رسیږي.
زه نه پوهېږم چې کله به ویښیږو؟
یو سړی چې په اخلاص او صداقت سره کار او د فساد ورکولو ته ملا وتړي، مفسدین ټول
پسې راووزي! خولو او ګوتو ته کش ورکړي، هغه نو چې څو پر متهم کس د تور دروغ او ریښتیا ښکاري؛ دنیا زیانونه واړوي.
زموږ د سپین لښکر دښمنان بیخي ډېر دي او په غربي پنډغالو کې همدغو خبرو ته پراته دي؛ چې څه ډول زموږ اهل او د کار خلک بدنام کړي.
ځکه کوم خلک چې د فساد په ریښو پرېکولو پسې ګرځي، پر هغوی به مفسدین خامخا تورونه لګوي.
له ویدو سره د غلو کار نه وي، خو ویښ به خامخا له مخې لیرې کوي.
په تورو جامو کې تور خالونه یومخ ورک شي، مګر پر سپینو بیا یو هم روڼ او جوت ښکاري.
د موږکو له امله ګدامونه تش مه پرېږدئ، بلکې غارونه یې بند کړئ، یا تلک ورته کېږدئ.
دښمن همدا غواړي چې د تېرو کرغېړنو تاریخونو تکرار ته مو اړ کړي، تورن مو کړي، خفه مو کړي، ګیله من مو کړي او بیا مو دېته مجبور کړي چې تاسو په کورونو کېنئ او دوی بېرته څوکۍ اشغال او اقتدار تر لاسه کړي.
تاسو به د پښتو هغه مشهور متل آورېدلی وي چې وایي ((سپي غپیږي خو قافله تیریږي)).
لومړی وروسته او بیا وړاندې فکر وکړئ! دښمن مو دلته پوره شل کاله هر ډول وحشي حربه وکاروله خو بیا د الله په نصرت سره تاسو مات کړ؛ هغه هم داسې مات چې اوس یې هم له باداره لاره ورکه ده او هم له مزدوره.
مزدورانو ته یې داسې پنډغالي ورکړي چې هېڅ اړخ یې له انساني کرامت سره نه لګیږي، ځکه چې پردي نارینه یې له پردیو ښځینه وو سره یو ځای بې سرنوشته اچولي، چې نه یې خوب آرام دی، نه خوراک او نه هم نور انساني حوائج؛ نو چېرې یې نرمې څوکۍ، لوړ معاشات، فرمایشي هوسانې، لوکس کورونه، لوړ ماډل هیلکسې، لکسیسونه،فور رېنر، مازدیګری د پارک شهر چکرې، هره دویمه او دریمه مېلمستیاوې او مېلې هیریږي.
تاسو خو له دوی څخه د ژوند ټول ناروا عشرتونه واخیستل! نو څه فکر کوئ چې درته هېر به یې شي؟!
مطلب مشران یئ که کشران، زاړه یئ که ځوانان،ښځې یئ که نران؛ نظام ته شاوې مه اړوئ ، حوصلې لوړې ساتئ او خدمت ته ملاوې وتړئ.
تاسو یقین وکړئ چې زه خپل جسارت په مادي توګه دومره متضرر کړی یم چې تصور یې نه کیږي، خو له الله پاک سره مې تر آخري دم پورې پیمان کړی چې حق به نه پټووم او خدمت به نه پرېږدم ان شاءالله.
تاسو هم کوښښ وکړئ چې په نظام کې تر خپلې وسې د مفسدو عناصرو مخه و نیسئ؛مخکې له دې چې مات مو کړي، مات یې کړئ؛ و یې ځپئ، رسوا او سرکوب یې کړئ.
دوی ته وخت مه ورکوئ ولو که مو د سرونو په قیمت تمام شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *