افغانستان

د کانونو او پترولیم وزارت: ټول عواید به پراختیایي او رغنیزو پروژو کې ولګول شي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د هېواد د کانونو پيسې به په پراختیايي او رغنیزو پروژو باندې ولګوي. نوموړی چې په یوه رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، د دې ولایت د کانونو او پټرولیم وزارت د کار کوونکو او د کانونو د استخراجي شرکتونو له استازو سره لیدلي او د ستونزو د حل لپاره یې لار ښوونې ورته کړې دي. هغه ویلي، چې د هېواد د کانونو له درکه تر لاسه کېدونکې پيسې د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ په برخه کې لګول کېږي. نوموړي ویلي، ټول هغه خنډونه به له مخې لرې کوي کوم چې په هېواد کې د کانونو د مسلکي او فني استخراج مخه نیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *