
افغانستان
د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل پولي تخنیک پوهنتون زده کړیالانو ته د عملي کار زمینه برابروي
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي معین انجنیر وحیدالله حلیمي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رئيس پوهاند عبدالرشید اقبال سره د یو شمېر رئیسانو په شتون کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کانونو او پټرولیم وزارت او کابل
پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ د همکاريو او همغږۍ په موخه د جیولوجي زده کړیالانو د عملي کار او ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او په یادو مواردو یې بحث او نظرونه شریک کړل.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت معین د پولي تخنیک پوهنتون رئیس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي دغه راز د پولي تخنیک پوهنتون له رئیس څخه وغوښتل چې د کانونو د انجنیرانو د تحصیلي کچې د لوړولو په موخه دې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ دوره پیل کړي.