
کاغذ
د کانونو او پټرولیم وزارت شاوخوا ۹۰ کیلو ګرامه یاقوت لیلاموي
شریعت: د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې شاوخوا ۹۰ کیلو ګرامه یاقوت داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
شریعت: د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې شاوخوا ۹۰ کیلو ګرامه یاقوت داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په شرایطو برابرو سوداګرو څخه غوښتي، چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل غوښتنلیکونه د ۱۰ کاري ورځو په اوږدو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د کاډستر تنظیم عمومي ریاست ته وسپاري.
په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې د معاملو قسمي ترسره کول مجاز نه دي او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالې سره په ټاکلې موده بانک ته تحويل کړي.