افغانستاناقتصاد او رغونه

د کانونو او پټرولیم وزیر د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو ستونزې واوریدې

شریعت: د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو یو شمېر استازو، د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

شریعت: د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو یو شمېر استازو، د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، د شرکتونو استازو د نفرایټ ډبرو د استخراج څرنګوالي په اړه شیخ الحدیث دلاور ته معلومات وړاندې کړل.
هغوی دغه راز د کان کېندنې د ښه والي په برخه کې، خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د یادو استازو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به يې د رسیدنې په برخه کې همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *