افغانستان

د کانونو په برخه کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷ میلیارده ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسلیک شوي دي. د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د ۲۰۰ کوچنیو کانونو د کېندنې تړونونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې اوس مهال، د بدخشان د سرو زرو، د غور د جستو او سربو، نفتي حوزې او د پنجشېر د اوسپنې کانونه د پانګونې لپاره چمتو او پانګوال کولی شي پانګونه په کې وکړي. د سوداګرۍ او
پانګونې خونه بیا وايي، سرپرست حکومت باید پانګه‌والو ته د لا زیاتې پانګونې د جلب په موخه لازمې اسانتیاوې رامنځته او نړۍواله ټولنه هم لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *