ټولنه اوکلتورلیکنې

د کتاب په لوستلو معلومات زيات کړئ

کتاب باید د هر پوه او لوستي انسان د ژوند ملګری وي،ځکه د کتاب مطالعه د دې سبب کېږي،چې انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو د پراختیا په برخه کې په تېره بیا ځوانانو ته گټور او ارزښتناک اثار پرځای پرېږدي. کتاب او قلم د اسلام په مبین دین او افغاني فرهنگ کې لوړ مقام او ځانګړی ځای لري،کتاب له پخوا زمانو را هيسې زموږ د خلکو له ژوندانه او برخلیک سره پیوند لري او د اسلام مبین دین په الهي کتاب او کلام سره موږ ته معرفي شو او لوی خدای(ج) د کتاب اود هغه د لیکلو او لوستلو ارزښت بشریت ته وروښود، چې تر زیاتې اندازې معنوي ارزښت لري! واقعیت دادی که چېرې ليک او لوست نه وای ښایي موږ هېڅ ښه ژوند نه درلودای، افغانستان د فرهنگي او معنوي شتمنیو له پلوه بډای هېواد دی،په تېرو وختونو کې د کتاب لوستل او مطالعې فرهنگ زموږ د افغانانو د ورځني ژوندانه یو برخه وه،خو زموږ د هېواد اوسنی حالت د تیر په پرتله توپیرلري. د ځینو کارپیژاندو په باور په هېواد کې د کتاب لیکنې، لوستنې، خپرونې او چاپونې لړۍ ترپخوا یو څه ښه شوې،خو لاهم د قناعت وړ نه ده او په دې برخه کې لا هم ډېری ستونزې موجودې دي او له ټولو لویه ستونزه هم په خلکو کې د کتاب لوستلو فرهنگ کمښت دی. کله چې انترنیت او تصویري رسنۍ دومره نه وې نو خلکو به ډېر کتاب لوستلو ته پام کاوه،خو اوس له بده مرغه د ډېرو خلکو وخت په نورو بوختیاوو مصرفېږي، دا واقعیت دی چې د کتاب په لوستلو سره زموږ معنوي پانګه لوړېږي او کولی شو د ټولنیزو اواقتصادي پرمختګ څرخ چټک کړو، البته اوس د علم څانګې د پنځوسو تېرو کلونو په پرتله په سلګونو ځله ډېرې شوې دي. همدې حقیقت ته په کتو سره هرکال د کتاب د اوونۍ په هېواد کې په پرتمینو غونډو نمانځل کېږي او په دې نوم ډول ډول علمي، فرهنګې، ادبي، اقتصادي او… داسې نور د مختلفو محتویاتو او ګټورو معلوماتو لرونکي اثار او کتابونه مینه والو ته وړاندې کېږي، خو دریغی چې زموږ د ځوانانو مینه بیا له کتاب سره کمه شوې او ډېر لږ شمېر ځوانان دي چې کتاب پیري او مطالعه کوي یې، البته دوی هم ګرم نه دي ځکه په ټوله کې په هېواد کې د کتابونو بیه لوړه ده، نو ډېر لږ کسان یې د پیرلو توان لري، په دې برخه کې هم باید بدلون راوستل شي،چې زموږ ځوانان او د کتاب لوستلو مینه وال وتوانېږي خپل د علاقې وړ کتابونه په آسانه او ارزانه بیه ترلاسه کړي.
بناءً کتاب په حقیقت کې هغه ملگری دی چې خاموشه خوله، له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت معلومات نورو ته ورکوي، نو راځئ چې هر یو وګړی د کتاب خپرولو، لیکلو، لوستلو د هڅونو په برخه کې له اوس څخه ډېرکار وکړو او دغه مثبت او د ټولنې د ستونزو د لرې کولو عامل ته لا نوره هم وده ورکړو،چې په ټولیزه توگه پتمن هېوادوال او په ځانگړي توگه د هېواد ځوان نسل د خپل ورځني ژوند یوه اندازه وخت د با ارزښته ښوونیزو کتابونو لوستلو ته ځانگړې کړي او په دې ډول د خپلې پوهنیزې وړتیا په لوړولو سره هېوادوالو ته د غوره خدمتونو مصدر
وګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *