افغانستان

د کراچۍ‌ -‌ پېښور اوسپنۍ پټلۍ د بېرته پرانيستلو غوښتنه شوې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ‌–‌پېښور د اوسپنې پټلۍ د افغان او پاکستاني سوداګرو د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره بېرته پرانېزي.په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ضیاالحق سرحدي رسنيو ته ویلي چې اوس له کراچۍ څخه پېښور ته د سوداګریزو توکو د لېږدرالېږد لګښت د تېلو د لوړې بیې له امله څو برابره زیاتې شوي او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې زیان رسولی دی.هغه زیاتوي: «د پاکستان او افغانستان د سوداګریزو توکو کانټینرونه مخکې په پېښور کې خالي کېدل او له هغه ځایه په لاریو کې د تورخم له لارې کابل او د چمن له لارې کندهار ته لېږدول کېدل. د پټلۍ لاره بریالۍ وه، اوس باید له کراچۍ نه د ځمکې له لارې ولېږدول شي. هم ډېر وخت نیسي او هم کرایه ورځ په ورځ لوړېږي؛ تر لس لکو پورې رسېدلې ده.»هغه ټینګار کوي چې د پاکستان د کراچۍ بندر ستونزې د دې لامل شوي چې ۹۰ سلنه افغان سوداګر له دغه بندره د سوداګریزو توکو له لېږد ډډه وکړي او د ایران سوداګریزو بندرونو ته مخه کړي.بله‌خوا په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، د باروړونکو موټرو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسوي.په افغانستان کې د یادې ګډې خونې رییس نقیب‌الله ساپی وايي: «مخکې مو سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته راتلل، خو په ۲۰۱۰ کې چې د اپټا تړون نوی شو، باید د ځمکې له لارې راولېږدول شي. په ۲۰۲۳ کې د پاکستان له لوري محدودیتونه ولګېدل، د تېلو بیه لوړه شوه، پر لاره ګڼه‌ګوڼه ده. دغو ننګونو د افغان سوداګرو لپاره ستونزې جوړې کړي.»هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې له کراچۍ بندر څخه پېښور ته د ځمکې له لارې د سوداګریزو توکو د یوه کانټینر د لېږد لګښت ۶۰۰ زره کلدارې و، خو اوس یو میلیون او ۳۰۰ زره کلدارو ته رسېدلی او په وینا یې، ورځ تر بلې نور هم لوړېږي.په همدې حال کې یوشمېر افغان سوداګر چې اوس له کراچۍ بندره د موټرو په وسیله خپل سوداګریز توکي رالېږدوي، د لېږدولو د لوړ لګښت په اړه شکایت کوي او له کراچۍ تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ د بیا پرانېستلو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button