نړۍ

د کرمان په چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي

د ایران په کرمان کې ځايي ادارې وايي چې د تېرې چارشنبې ورځې په خونړیو چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي.
دا خبر د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادارې تائيد کړی او د دغو وژل شوو کسانو نوملړ یې هم خپور کړی دی.
په ۱۲ وژل شویو افغانانو کې شپږ ښځې او شپږ نارينه ښودل شوي.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه کسان د چاودنې په ورځ په هماغه سيمه کې وو چې د قاسم سلیماني ‌د مړینې د څلورم تلین په مناسبت مراسم پکې روان وو.
چارواکو په دغو چاودنو کې د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر ۸۹ او د ژوبلېدلو هغو ۲۸۴ تنه ښودلی دی چې له ډلې یې اوس ۱۲ تنه افغانان یاد کړي دي.
د یادولو ده چې د وړمې ورځې د دغو غبرګو چاودونو مسولیت یوه ورځ په ځنډ پرون ‹داعش› ډلې ومانه او ویې ویل چې دواړه ځانمرګي بریدونه وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *