
د کرنیز سکتور وده، د ملي اقتصاد د تقو یې بشپړ ضمانت کوي
د نړۍ پرمختللي هېوادونه دخپل هېواد د ملي اقتصاد دتقویې اوپیا وړتیا لپاره له بیلا بیلو میکانیزمونو کاراخلي اوتل له نورو اوپه تیره بیا له گاونډیو هېوادونو سره کلکه سالمه اقتصادي سیالي کوي ځینې هېوادونه طبعي منا بع او کاني زیرمې لري هغه په کاراچوي او خپل اقتصاد پرې پیاوړي او بسیا کوي په ځینو هېوادونو کې بیا صنعت دومره وده اوپراختیا موندلې وي چې خپله تولیدې توکي نورو هېوادونو ته صادروي او له هغه لارې خپل اقتصاد پیا وړی کوي.
خوپوښتنه دا ده، چې افغانستان غوندې یوملک څه باید وکړي چې دا کمزوری اوپه نړیوالو مرستو ولاړاقتصاد یې په پښو ودرېږي ؟ ځکه په افغانستان کې تراوسه ددي زمینه نه ده برابره چې صنعت په نړیوالومعیارونو برابره وده وکړي، نوڅه باید وشي چې دافغانستان د اوسنیو کمزوریو اقتصادی شرایطودرملنه وشي؟
دا هغه پوښتنه ده چې په کراتو مراتود نظرونوپه غوڅ اکثریت اوپه متحد المال قول ځواب شوې چې
یوازې اویوازې دکرنیزسکتورد ودې اومکانیزه کولوله لارې مود ملک د اقتصاد وضع شونې ده اوبس .
کله چې د کرنیزسکتورد مکانیزمه کولو په سیستم خبرې کوو، مطلب مودا نه دی چې د موټرونو، تراکتورونو اونورواتومات ما شینونوپه کارولوسره کرنیزسکتورمکانیزمه کیږې ، ښه او مثبته نتیجه په لاس راځي ، نه په ټولیزه توگه مکانیزمه کېدل له هغه روېشونواوکړنلارو عبارت دي چې دیوې سالمې ستراتژۍ له لارې د بزگرکاري ځواک کم اومحصول یې ډېرشي.
د بیلگې په توگه یوبزگرپه خپله کرونده کې له سهاره تر بیگا کار کوي خولې تو یوي خو لاسته را وړنه یې د ځینو کمبوداتو له امله لکه د اوبوکموالی د کیمیاوی سرې نه شتون اود اصلاح شویو تخمونو په واک کې نه لرل ، دا ټول سبب کېږي چې زیاریې، په لاسته را وړنه ونه ارزي .
له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د کوکنارو کرکیله صفرشوه ، له دې وړاندې به زموږ د هېواد زیاتره مځکې ددې ناولې بوټي په کرکیله لړلې وې چې له امله به یې له نړیوالی ټولنی سره هم په ناندریوکې را ښکیل وو اود تریاکو ګټه به هم مافیایي کړیو ترلاسه کوله ، سږ کال په ټولوهغه مځکوچې کوکنارپرې کرل کېدل ، غنم کرل شوي اوهیله زیاته شوې چې د اوړو بیې را ولوېږي خوددې ترڅنګ څومره ښه خبره به وي چې که لا هڅه وشي زراعت په نړیوالو اصولو برابرمکانیزمه شي چې په دې صورت کې به د بزګرمحصول زیات او لاسته را وړنه به یې له کوکناروڅخه څو برابره لوړه وي .
له چارواکومو لویه غوښتنه داده چې په میلیونو هکتاره شاړی مځکې شاړې پرتې دی چی په لږ تراو بولاندی کړي چې له دې لارې افغانان خپله خودکفا کېږي.
په دې ترخه حقیقت خواوس ټول افغانان پوهید لی چې نړیوالې مرستې نن شته سبا نشته باید پخپله کار وکړو او د چا د اوږو بارنشواونه بل څوک موږ ته کار کوي .
تېروواکمنیو کې موږ ولیدل چې هېچا زموږ لپاره بنسټیز کارنه دی کړی، له خپل ملک سره خیانت اوجفا ددې سبب کېږي چې عاملین یې د هلاکت او بربادۍ کندې ته ولوېږي .
د تېرو ادارو چارواکو یوازې په آرامۍ سره خپله ورځ تېروله او د کارکولوغم ورسره نه و، موږ ولیدل چې د نړیوالو مالي امکاناتو با وجود دوی د برېښنا د تولید یوه فابریکه جوړه نه کړه په هېواد کې له بهېدونکو سیندونوڅخه یې یوکانال هم را پورته نکړاونه یې یوه لویشت خاوره تراوبولاندې کړه د خپلومعادنو د استخراج واک یې نه درلود دا ټول هغه حقیقتونه وو چې موږ د سرپه سترګولیدل خوخوله موچوپه وه .’
حیات الله حلیم