افغانستان

د کرنې او مالدارۍ سکتور کې د همغږۍ غونډه

د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د کرنې وزارت د لومړیتوبونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د پانګونې د فرصتونو د برابرولو په موخه د همغږۍ غونډه د کرنې وزارت د چارواکو او کارپوهانو په حضور کې دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د احصایې او معلوماتو په ریاست کې د پراختیایي موخو او برنامو په چارو کې دکرنې وزارت د مقام سلاکار حشمت الله شهراني، د احصایې او معلوماتو رییس ملا محمد احسان صالح او د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد او د پلان او پالیسۍ او د اجاره ورکونې او پانګه اچونې ریاستونو یوشمېر کارپوهانو په حضور کې دائره شوې وه.
یاده غونډه د پانګونې د بهير د ښه والي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې د فرصتونو د ترلاسه کولو او رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، چې په همدې موخه اړوندو ادارو چارواکو او کارپوهانو ترمنځ د نظرونه تبادله او خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې د بزګرانو او مالدارانو د اړتیاوو او د دغه وزارت د کاري لومړیتوبونو له مخې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *