افغانستان

د کرنې سرپرست وزیر:د کرنې وزارت له لومړیتوبونو سره سم دې د نوي کال بودیجه مالي اړتیاوې پوره کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۳م مالي کال د بودیجې د طرحې ترتیب او اړتیا ارزونې په پار غونډه شوې.
غونډه کې د وړاندیز شوې بودیجې د موضوعاتو او فکټورونو پر ارزونې، د عادي بودیجې د وړاندیز شویو مواردو، پراختیايي بودیجې، روانو پروژو، نویو پروژو، د روان کال د پروژو د بشپړېدو او د نوي مالي کال لپاره پر اقداماتو او وړاندیزونو خبرې او د نظرونو تبادله شوي.
مولوي عطاءالله عمري ویلي؛ د کرنې وزارت یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی، هر ریاست باید په پروژو کار وکړي او خپل کاري اډانه مشخص کړي، لومړی پر هغو چارو او پروژو چې په بیړني ډول ورته اړتیا وي، کار وکړئ، وروسته نوې پرمختیایي پروژې په پام کې ونیسئ.
د کرنې سرپرست وزیر د سږني کال د پروژو پر بشپړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ د روان کال د پروژو په بشپړېدو سره سم د مالیې وزارت د معیارونو او د کرنې وزارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د نوي مالي کال بودیجه باید روښانه او د مالي کال اړتیاوې باید پوره وي.
د کرنې وزارت رهبري په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړي ډول د اوبولګولو، بڼوالۍ، کرنې، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په برخه کې د پروژو په پلي کولو سره بزګرانو او مالدارانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *