افغانستان

د کرنې سرپرست وزیر:د کرنې په برخه ۵ میلیارده افغانۍ پانګونه او ۲۴۱ کرنیزې پروژې پلې شوي دي

ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ پر دوام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې رسنیزې کړې.

د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري له همدې کبله جوړې شوې غونډه کې وویل: ( سره له دې، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی، خو بيا هم په دې برخه کې ګڼې ستونزې شته، چې د حل په موخه يې هڅی روانې دي.)

عمري زیاته کړه، چې په تېر يوه کال کې د ملي او نړيوالو موسسو په مرسته څه باندې ۲۵ زره مټريک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې بزګرانو ته وېشل شوې دي. نوموړي له نباتي افتونو سره د مبارزې په برخه کې وویل، چې په تېر یو کال کې څه د پاسه ۶۰۱ زره هکتاره ځمکه له ملخانو څخه پاکه شوې ده. 4 مخ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست په وینا د تېر یو کال په اوږدو کې پر افغان بزګرانو ۳۵ ميليونه نوي مثمر او غير مثمر نيالګي ويشل شوي چې پر اساس یې زرګونه نوي بڼونه رامنځته شوي دي.

دغه راز په تېر يوه کال کې حيواناتو ته ۱.۵ميليونه ډوزه واکسين تطبيق شوی او د ۶۰۵ ميليونه حيواناتو درملنه شوې ده.

مولوي عطاء الله عمري زیاته کړې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت توانېدلی، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د شيدو د راټولولو او پروسس لسګونه مرکزونه جوړ کړي چې پر مټ یې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

عمري دغه راز ویلي، چې د هېواد په مختلفو سيمو کې یې ۴۵۴زره ۹۷۰ جريبه دولتي غصب شوې ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې تېر کال په هېواد کې د کرنې په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي او ۲۴۱ کرنیزې پروژې د ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ملي او نړیوالو موسساتو له لوري پلې شوې دي او همدارنګه د هېواد په ۶ زونونو کې د سترو سړو خونو جوړولو طرحې جوړې شوې دي.

عمري وویل چې تېر کال ۱۸۰ خصوصي شرکتونو د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د کرنې په برخه کې پانګونه کړې ده. د یاد وزارت سرپرست وزیر ویلي، چې تېر کال په هېواد کې د کرنې په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي او ۲۴۱ کرنیزې پروژې د ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ملي او نړیوالو موسساتو له لوري پلې شوې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست هېواد کې د عشر راټولونې پروسې ته په اشارې ویلي، چې په تېر يوه کال کې شاوخوا يو مليارد افغانۍ عشر راټول کړل شوی، چې د مدیریت او راټولولو چارې يې د کرنې وزارت په غاړه، خو د توزیع صلاحيت يې عاليقدراميرالمومنين حفظه الله لري.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې او پرمختګونه رامنځته شوي، چې پر مټ یې د عایداتو په برخه کې هم زیاتوالی راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *