
د کرنې وزارت: روان کال به د زعفرانو حاصلات له ۲۳ ټنو زیات وي
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د هېواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت بهیر روان دی او ورځ تر بلې د هېواد په کچه د زعفرانو د کښت لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده. د دې وزارت د مسوولینو په وینا په روان کال کې، د ټول هېواد په کچه د زعفرانو د بزګرو د روزنې تر څنګ یې ۲۰۰ نمایشي قطعې هم درلودې. د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، چې په روان کال کې به د زعفرانو د محصولاتو د تولید کچه ۲۳ میټریک ټنو څخه زیاته شي. په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې هېواد کې يې د تولید شویو زعفرانو لپاره د بازار موندنې هڅې پراخې کړې او د دې وزارت اقتصادي اتشو ته یې دنده سپارلې، چې د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي. دوی زیاتوي، چې د چین، هند، ترکیې هېوادونو کې د هېواد زعفرانو ته ښه بازار موندنه ترسره شوې او د نورو هېوادونو لپاره هم هڅې روانې دي.