افغانستان

د کروندګرو د مرستې په برخه کې له روسیې هر اړخیز ډاډ ترلاسه شو

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار، د روسیې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې اداري مرستیال الکسي دروزدف او په افغانستان کې د روسیې سفارت د نشه یي توکو سره د مبارزې استازي سرګي ساوچګین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې ملا عبدالحق اخند همکار په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې او لاسته راوړنو په هکله معلومات شریک کړل او د روسیې هیواد څخه یې غوښتنه وکړه، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي.
ورته مهال راغلو استازو د نشه یي توکو سره د مبازرې معینیت کړنې او فعالیتونه مثبت وارزول او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *