افغانستان

د کمال خان بند ۹۹ سلنه چارې بشپړ شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، نیمروز کې د رغېدونکي برېښنا بند چارې ۹۹ سلنه پر مخ تللي، د رغېدلو چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې وزارت ویاند له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د یاد بند چارې ۹۹ سلنه پرمخ تللې، چې په بشپړېدو سره به شپږ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي. دغه راز د کمال خان بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د سېلابونو او موسمي بارانونو اوبو مهار، د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او پیاوړتیا او د وچکالۍ مخنیوي په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لویو او وړو ذخیروي بندونو چارې پیل کړې، چې د ګڼ شمېر هغو یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او وروستیو اورښتونو یې کاسې هم له اوبو ډکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button