افغانستان

د کمپنۍ – برچي د نوي نښلوونکي سړک چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې

د کمپنۍ او برچي د نوي نښلوونکي سړک چارې چې د روان کال په لومړيو کې پيل شوې وې، لا يې هم د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. په سيمه کې د کابل ښاروالۍ يو انجينر وايي، چې د يادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې نورې به يې د ژمي تر راتګ مخکې بشپړې شي. نوموړی زياتوي چې د دغې پروژې بودجه د کابل ښاروالي له لوري ورکول کيږي. بلخوا د دغې سيمې يو شمېر اوسېدونکي هم د ياد سړک جوړېدو ته خوښ او وايي چې د سړک په جوړېدو سره به ورته اسانتياوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري څه باندې دوه کيلومېتره په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي ياد سړک، له قلعه ناظر څخه د نقاش ترحمام پورې سيمه په بر کې نیسي. د يادونې ده چې دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان له مخې څو مياشتې وړاندې پيل شوې، چې په ترڅ کې يې په دغه سيمه کې ګڼ شمېر کورونه هم نړول شوي، خو تېره ورځ يې د کابل ښاروالي له لوري د استملاک شوو ځمکو مالکانو ته د نغدو پیسو ورکولو لړۍ هم پیل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *