افغانستان

د کمپنۍ فرعي سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

شریعت: ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ چوک پورې د سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې. ټاکل شوې ده یاد فرعي سړکونه د (۱۱۲۸۴ ) مترو په اوږدوالي او د (۸،۷۰) مترو په پراخوالي سره، د (۱۶۵ ) میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه، د(۹ )میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به، له یوې خوا د ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزې له منځه ولاړې شي او له بل لوري به د اړوند سیمو اوسیدونکو ته ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *