افغانستانراپورونه

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست:هېچاته اجازه نه ورکول کیږي، چې د کندز تاریخي سیمې غصب کړي

شریعت: د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د یاد ولایت تاریخي ځایونه او سیمې غصب کړي.

شریعت: د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د یاد ولایت تاریخي ځایونه او سیمې غصب کړي.

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله روحاني وویل، چې یو شمېر کسان له تاریخي سیمو او د جرګذرغونډۍ څخه د خپل شخصي ملکیت په توګه استفاده کوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت ده.

په همدې حال کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر نعمت الله صافي باختر آژانس ته وویل، چې جرګذر یوه تاریخي غونډۍ ده، چې څه باندې ۲۰۰ کاله لرغونتوب لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *