افغانستان

د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د آمو سیند څنډو د پیاوړتیا چارې پيل شوې

د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د آمو سیند څنډو د پیاوړتیا چارې د څه باندې ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندز د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله روحاني وویل، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه ولایت په ټولو برخو ښه والي
او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
په همدې حال کې د آمو سیند څنډو د پیاوړتیا رييس مولوي سيد غلام مشواڼي وويل، چې د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا حوزو د پياوړتيا چارې له شبرغان، واخان، بدخشان تر کندز ولايت له مربوطاتو څخه پيل شوې، چې اوسهمال د دغه ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې آمو سیند د څنډو پر پیاوړتیا څه باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروژې په بشپړېدو سره په دغه ولسوالۍ کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د آمو سیند له تخریب څخه وژغورل شي.
د يادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې د دغه ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر په برزنګي سیمه کې هم د آمو سیند څنډو د پياوړتیا چارې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *