افغانستانروغتیا

د کندهار اوسېدونکي د متخصصو ډاکترانو له کمښته سر ټکوي

په کندهار کې خلک شکایت کوي چې د دغه ولایت د لرو او نږدې ولسوالیو په روغتیایي مرکزونه کې متخصص ډاکټران نشته چې له کبله یې د دوی سمه درملنه نه کېږي او له روغتیايي ستونزو سره مخ دي. د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی اکبرجان وايي، په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه شته او د درملو ستونزه هم نه لري، خو د ټولو ناروغیو درملنه یو ډاکټر کوي.دی زیاتوي، د ولسوالیو په روغتیايې کلینیکونو کې دې د هر بخش یو متخصیص ډاکټر معرفي شي، څو د ښار روغتونونو ته د تګ لپاره مجبوره نه شي.«موږ روغتون ته مراجعه کوو، هر مریضي چې ولرو، یو ډاکټر نسخه راکوي. باید نور ډاکټران هم معرفي کړل شي،څو موږ د هرې ناروغۍ لپاره پوه ډاکټر ولرو.»د کندهار میوند ولسوالۍ اوسېدونکې صالح محمد وايي، د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د سترګو، عصابو او پوستکي په ګډون د ګڼو نورو ناروغيو متخصص ډاکټران نشته، چې له کبله يې دوی اړ دي کندهار ښار ته د درملنې لپاره راسي.
« موږ روغتون ته راشو، پوه ډاکټر نه لرو. موږ نسائي ولادي ناروغان روغتون ته راولو، خو متخصیص ډاکټر شتون نه لري. په دغه برخه کې باید متخصیص ډاکټران د ولسوالیو په روغتیایی مرکزونو کې مقرر شي.»د کندهار عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب هم یاده ستونزه مني، خو وایي، دا ستونزه د ټول هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې شتون لري.شاداب وايي، هڅې يي پیل کړې چې ټولو ولسوالیو او لري پرتو سیمو ته متخصیص ډاکټران ولېږي، څو په یاده برخه د خلکو ستونزې حل شي.«په ټوله افغانستان کی دا ستونزه شته چې د یو مرض لپاره متخصیص ډاکټر شتون ولري. موږ هڅه او کوښښ کوو، څو د هر بخش لپاره متخصیص ډاکټر ولېږو او د سیمي خلکو ستونزه حل شي.»په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او نورو عواملو له کبله د هېواد لري پرتې سیمي له هر ډول خدماتو بې برخې پاتې شوې، ان په ځینو په سیمو کې تر اوسه هم ښځینه ډاکټران شتون نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *