افغانستان

د کندهار جامعه عمر افتتاح شوه

شریعت: پرون د جمعې په ورځ د کندهار په جامعه عمر کي د پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌‌الله حقاني صاحب حفظه‌الله په امامت رسماً

شریعت: پرون د جمعې په ورځ د کندهار په جامعه عمر کي د پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌‌الله حقاني صاحب حفظه‌الله په امامت رسماً د جمعې لمونځ اداء کړل سو، چي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي، د ګڼو نورو ادارو مسئولینو او د ښار او ولسوالیو په لسګونه اوسیدونکو پکښي برخه واخیسته… ۲مخ
تر لمانځه مخکي په همدې موخه جوړ سوي مراسم د مولوي داد‌الله مؤذن لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره اپيل شول، چي تر هغه وروسته د کندهار د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي وویل، موږ ټول باید د الله جل‌جلاله شکر اداء کړو، چي د الله پر ځمکه یوځلي بیا اسلامي او شرعي نظام حاکم سو او په افغانستان کې د الله جل‌جلاله په نصرت سره لویه فتحه راغله، چي په خبره ئې ددې شرعي نظام د حاکمېدو په برخه کي ډېري قربانۍ ورکول سوي او اوس باید ټول مسئولین او ولس په خپله اړونده برخه کي ددې نظام د ټینګښت او دوام په موخه خپل مسئولیت اداء کړو.
شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي د جامعه عمر په اړه وویل: “ دا د اسلامي امارت د ټولو مسئولینو او ټول ولس یو لوی ارمان وو، چي ددې لويي او برکتناکي جامعې پرانیستنه وسي او رسماً پکښي لمونځ اداء کړل شي، نن یوه لویه تاریخي ورځ ده او زموږ او ولس لپاره ډېر د ویاړ ځای دۍ چې په دې جامعه کي د جمعې لمونځ اداء کوو.”
ورپسې د جامعه عمر امام او خطیب پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب حفظه‌الله خبرې وکړې. هغه وویل، موږ ته الله جل‌جلاله ډېر نعمتونه راکړي دي، چي د یادو نعمتونو له ډلې یوه هم دا جامعه ده، چي نن یې رسماً پرانیسته وسوه او د جمعې لمونځ پکښي اداء کړل شو او هم یې ددې جامعې د بیارغوني په برخه کې له اړوندو مسؤولینو او تجارانو څخه ځانګړې مننه وکړه.
شیخ الحدیث والتفسیر ‌مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، ټول مسئولین ددې ځورېدلي ولس خادمان یو او موږ د حکومت لپاره نه؛ بلکي د ولس د خدمت لپاره یو.
یاده تاریخي جامعه چي په تیره دوره کې د اسلامي امارت د مؤسس عالیقدر امیرالمؤمنین ولي کامل بت شکن ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله یې د بنسټ ډبره ایښې وه، د فتحې وروسته د محترم مشرتابه مقام حفظه الله په ځانګړي هدایت د کندهار د والي په لارښونه د سکتوري ریاست تر نظارت لاندې د بیارغونې چارو جریان درلود چې لاهم روانې دي.
وروسته د شیخ مولوي حبیب‌الله حقاني په امامت لمونځ ترسره او دُعا وشوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *