افغانستان

د کندهار له هوايي ډګر څخه الوتنې زیاتې شوي

د کندهار احمدشاه بابا هوایي ډګر مسوولان وایي، له یاد هوایي ډګر څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.د مسوولانو په وینا، په یوه اونۍ کې په اوسط ډول ۳۷ داخلي او بهرني پروازونه ترسره کېږي، چې له یادو پروازونو څخه یې ۲۷ داخلي او لس بهرنیو هېوادونو ته ترسره کېږي.
د کندهار هوايي ډګر رئیس وايي، د مسافرینو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او زیات شمې کسان غواړي، چې د هېواد دننه او یا هم بهر هېوادونو ته سفر وکړي.هغه زیاتوي چې بهرني پروزاونه یې دوبۍ، ایران، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته دي، چې په نږدې راتلونکي کې هند ته هم له دغه هوايي ډګره الوتنې پيل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *