افغانستان

د کورنيو چارو سرپرست وزیر: په نړيوال تعامل کې د عدالت رامنځته کېدل ځانګړی ځای لري

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د چين له سفير وانګ يو سره په کتنه کې ويلي: تر هغې، چې په سيمه کې اخلاقي اصول حاکم نه ‌شي؛ د باور فضا نه رامنځته کېږي.د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې غونډه کې د چين سفير وانګ يو ويلي: چين د افغانستان له خلکو سره دی او باور لري، چې د هېوادونو پرمختګ په آزاد او بې پرې چاپېريال کې لکه، چې اوس افغانستان ورسره مخ شوی؛ شونی دی.ده دغه راز ويلي، چې چين هېڅکله د فشار او په چارو کې د لاسوهنو له سياستونو ملاتړ نه‌کوي او د افغانستان په وړاندې هم دغه راز سياستونه نه مني.د افغانستان د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د چين له حقيقي دريځه مننه وکړه او څرګندوي، چې په نړيوال تعامل کې د عدالت رامنځته کېدل ځانګړی ځای لري.ده زياته کړې؛ تر هغې، چې په سيمه کې اخلاقی اصول د ضوابطو په توګه رامنځته شوی نه ‌وي د باور فضا به رامنځته نه شي او په ذهن او عمل کې کړکېچ رامنځته کول د نورو لپاره ناسم سياست دی.نوموړي زياته کړې: موږ پر ښو اړيکو باور لرو؛ د اسلامي امارت لاره د تعامل او تفاهم لاره ده او موږ د نورو لپاره ښه نيت لرو او له نورو څخه هم همدا تمه لرو. په پای کې دواړو لوريو په اسلام‌آباد کې د درې اړخيزې غونډې پايلې مثبتې و ارزولې او په بېلابېلو برخو کې يې د اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *