افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د تېر یوه کال کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کورنیو چارو وزارت نن خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې له لارې له خبريالانو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دغه غونډه کې ۱۴۰۱ کال د کورنیو چارو وزارت لپاره په مختلفو برخو کې له لاسته راوړنو ډک وباله.
د ټکور په خبره په تېره یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۱ زره ۸۹۰ جرمي واقعات رامنځته او د کورنیو چارو وزارت يې په تړاو ۱۶ زره ۶۸۵ تنه تورن کسان نیولي دي، او ۱۰۹۷ تورن کسان لاهم د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده موده کې د انسان تښتونې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي، چې د کورنیو چارو وزارت د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د انسان تښتونکو پر وړاندې ۲۰۰ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۱۳ تنه انسان تښتوونکي له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي او ۱۹۰ انسان تښتونکي نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
سرچينې همدارنګه وویل، چې په تېر یوه کال کې ۴۴ تنه هېوادوال د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوي او ۶ تنه نور د یادو کسانو له لوري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۷۸۰ کسان د ورانکارو او ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي، همدارنګه ۱۰۳ میله درنې ۱۰ زره ۲۰۰ میله سپکې وسلې او زیاته اندازه پوځي وسایل او چاودېدونکي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د ټکور په خبره اوسمهال د کورنیو چارو وزارت د انټرپول له لوري ۲۳۴قضيې تر کار لاندې دي او تېر یوه کال په موده کې د نغدو پیسو قاچاق د ۹ پېښو مخنیوی شوی، چې ټول ټال یو میلیون ۱۵۵ زره ۵۰۰ امریکايي ډالر کېږي.
سرچینې زیاته کړه، چې په یاده موده کې ۳ زره ۴۲۰ بانکي تعرفي د زغره والو وسایطو او وسلو ګرځولو د جواز لپاره په شرایطو برابرو غوښتونکو ته وېشل شوي او له درکه يې ۱۶۷ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد د دولت خزاني ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت همدارنګه په تېر یوه کال کې ۵ زره ۵۰ کسان د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیولي، د یادو توکو د جوړولو او پروسس ۱۸۲ کارخونې له منځه وړل شوي، په ۱۷۹۰ هکتاره ځمکه کرل شوي نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي او کابو ۸۲ زره په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي دي.
یاد وزارت ته د ۱۴۰۱ کال لپاره څه د پاسه ۴۲ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه په واک کې ورکړل شوې وه، چې له هغې جملې څخه يې د کب تر ۱۴ نېټې پورې ۹۰ سلنه مصرف کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۴۰۰ ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو خبر هم ورکړی، چې له کبله يې ۷۲۷ تنه وژل شوي او ۲ زره ۶۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *